د یوه یهودي لیکوال اعتراف:
مونږ د اسرایلو اوسیدونکي د آپارتاید رژیم تر سیوري لاندې ژوند کوو
د رونیت ماتالو
ن(Ronit Matalon) په نامه یوه اسرایلي لیکوال د فرانسې له لومند ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي مونو اسرایلیان د آپار ټاید رژیم تر سیوري لاندې ژوند کوو
د هاآرتص اسرایلي خبري آژانس دریپوټ له مخې ماتلون اسرایل هغه ناروغی ته ورته ښودلي چې اوس مهال احتضار دی ویلي یې دی. داسې ویل کیږي چې اسرایلو اصلي مشخصه دروغ ویل او حاشا کول دي. هره څهد تبلیغاتو او فریب تر سیوري لاندې دي. دا یوه داسې ټولنه ده چې خلک یې بندیان او دامنیت قربانیان دي.
ده د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د نویو نښتو په هکله د ځواب په پوښتنه کې ویلي: زه هم تل له ځانه دا پوښتنه کوم چې ولې ددې انتفاضیې پیښې ولې مخکې له دې ندي رامڼځ ته شوې. اسرایلي حکومت په خپله د شخړو او ستونزو لپاره لاره هواره کړې ده.
دې لیکوال ویلي: په ژوند کې زما ویره له خپلو عقایدو ویره ده. مونږ تر فشار لاندې یو. هغه څه چې په اسرایلو کې رواندي وحشتناکه دي. دلته دموکراسي شتون نلري.