له صهیونیستي رژیم څخه له غزې د ترکیې د لرې کیدو په تړاو د مصر غوښتنه
له صهیونیستي رژیم څخه له غزې د ترکیې د لرې کیدو په تړاو د مصر غوښتنه
د هاآرتص په نامه د صهیونیستي رژیم د خبري آژانس ریپوټ له مخې، مصر له اسرایلو غوښتي ترڅو له ترکیې سره وروستیو ښو اړیکو په ځانګړې توګه پّ غزه کې ددې هیواد د رول په لوبولو ډيره رڼا واچوي له دې سره مصر ددې غوښتنه کړې ترڅو دا په ډاګه شي چې آیا اسرایلو پر غزه د د محدودیتونو د کمښ په برخه کې ژمن پاتې شوی دی او که نه؟ له دوی سره هڅه کیږي تر څو د هغه اسرایلیانو نمونه پّ ډاګه نشي کوم چې ډیپلوماتیکي هڅې یې کړې دي. دوی ویلي: پّ تیرو اونیو کې په اسرایلي رسنیو کې وروستیو ریپوټونو خپرولو ځینې قهرونه را پارولي دي. ددې ریپوټ له مخې، په دې وروستیو کې د ترکیې او اسرایلو ترمنځ د نږدې والي هڅې شوې چې ګټورې پایلې یې درلودلې دي. بله خوا ترکیي رسنیو هم ریپوټونه ورکړي چې اسرایلو هم پر غزې بندیزونو دکچې د ټیټ
والي لپاره نرمښت ښودلی دی.
ویل شوي چې د مصر بهرنیو چارو وزیر په قاهره کې د سرایلي رژیم له سفیر “حییم کورن”(Haim Koren) سره دلیدنې پر مهال په دې هکله چې آیا په رښتیا هم اسرایلو او ترکېې د اړیکود نږدې والي هڅې کړې دي. له دې سره په تل آویو کې د مصر سفارت لند مهالي کارکونکي د اسرایلو بهرنیو چارو وزارت له مسولینو سره د لیدنې پر مهال چې په بیت المقدس کې تر سره شوې ورته مالومات ورکړي دي. ویل شوي چې مصر ترکیې ته د غزې په هکله اسرالو له هر ډول امتیاز ورکولو سره مخالفت کوي.
اسرایلي لوړ پوړیو چارواکیو ویلي: په تیرودوه کلونو کې د مصر ولسمشر “عبدالفتاح السیسی”(Abdel-Fattah al-Sissi) او ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان”( Recep Tayyip Erdogan) ترمنځ اختلافات ډیر شوي دي. دې اختلافاتو لامل له ترکیې د محمد مرسي څخه ملاتړ دی له کله چې السیسي د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي پر وړاندې لاس په کودتا پورې کړ ترکیې د مصر نوی ولسمشر په رسمیت نه دی پیژندلی. د اردوغان له څرګندونو وروسته په دوه زره دیارلسم کالکې په مصر کې د ترکیې څخه دا سفیر ایستلی وو همدارنګه په غزه کې له حماس څخه د ترکیې ملاتړ د دوی د اختلافاتو بل اړخ جوړوي.
دې خبري آژآنس په یوه څیړنیز ریپوټ کې لیکلي: هر څومره چې د هیوادونو ترمنڅ ستونزې ډيرې شي او د انظارو پاملرنه ځان وګرځوي د اسرایلو پر وړاندې به ګواښ،نه لږ شي. اسرایل اوس هم د یوه ژوند کولو فورصت لري ځکه چې اوس مهال سوریې بولان سیمو ته د اسرایلو د ګرځیدو لپاره په ښه توګه لاره هواره ده.
پّ دې ریپوټ کې ویل شوي: اوس مهال ډيری سني عربي هیوادونه له ایران سره مخامخ کیدل خوښوي اوس مهال د د نښتو پر ځای د عربو او اسرایلو او یا یهودو او مسلمانانو ترمنڅ په نښه اوښتی دی. د یو شمیر فلسطینی ترهګریزو ډلو تر شا د عربستان لاس دینه د ایران چې حتی د ایران او ترمنڅ په نښته کې هم ګډون کوي.
له دې سره په دې ریپوټ کې ویل شوي: د اسرایلو لپاره په لاس ورغلی دا یو ښه فورصت دی ترڅو د هر اړخیزې سولې لپاره کار واخلي. پّ منځني ختیځ کې روانو حالاتو د اسرایلو د امنیت لپاره ډيره ګټه کړې ده. که چیرې اسرایل د ځان پر وړاندې د دوه لویو ګواښوو په ستونزو کې د اخته کولو هڅه کوي نو باید له یو شمیر عربي هیوادونو څه په ښه توګه ګټه واخلي چې له دې څه هم یو شمیر هیوادونه له پخوان د اسرایلو په تمه دي ترڅو داسرایلو د امینت په برخه کې له دوی سره په ښه توګه مرسته وکړي.
د ویلو وړ ده چې چې د سعودي عربستان د اسختباراتي ادارې پخوانی مشر دی پّ دوه زره څوارلسم کال کې یې ویلي وو: داسرایلواو عرابو ترمنڅ د پخلاینې خبرې باید په بله ناسته کې وروستۍ او یوې هوکړې ته سره ورسیږي. ده پر هماغه کال په هاآرتص کې یوه سرلیکنه چاپ کړه او د سولې په هکله یې خپل نظر څرګند کړی دی.
“امانوئل ناهشون”(Emmanuel Nahshon) چی د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی ویلي یې دي چې دې رژیم له ترکیې سره د اړیکو د ښه والي په هکله څرګندونې کړي دي له دې سره ده ویلي له ترکیې سره اړیکو په هکله له مصر او ترکیه کې خبرې شوي دي. مصر غواړي په دې هکله ځان پوره کړي چې اوس مهال په کومه برخه کې شتون لري