اچين كې پر داعش ډلې هوايي بريد، ۱۱ مړه د ننګرهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه برید كې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دا بريد د اچین ولسوالۍ مامندرې، شین شوبي سیمه شوى دى چې په ترڅ كې يې د داعش ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه تللي، خو نور چاته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه 5D8FBD9B-BF9A-47E5-9A8A-BDEDDB439BA0_w640_r1_sنه دي ویلي.

په ننګرهار کې دا داعش وسله وال په داسې حال کې وژل کیږي، چې امنيتي چارواکو ویلي په روان کال کې د دغې ډلې د ځپلو لپاره ګڼ پلانونه لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *