جمهور رئیس حسن روحاني په اسلام آباد کې په خبري کنفرانس کې وینا کوي

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چمتو دی چې د سعودي سره د روابطو د عادي کولو لپاره “هر څه چې یې په وس وي” وبه یې وکړي.

ښاغلي ورحانې چې د جمعې په ورځ په یوه دوه ورځنې سفر پاکستان ته تللی، وویل ” فکر کوي چې د ایران او سعودي ترمنځ اختلافات د خبرو له لارې حل کیدی شي.”

هغه چې په اسDFC0384E-D157-4A8C-B860-C4A1672C3660_w640_r1_sلام آباد کې یې خبریالانو ته خبرې کولي وویل چې دا د ایران

“په ګټه نه ده چې د سعودي سره یې روابط خراب وي.”

هغه زیاته کړه “ایران په سیمې او اسلامي نړۍ کې یو لوی هیواد دی. او سعودي په اسلامي نړۍ کې نفوذ لرونکی هیواد دی، او د دې لپاره که چیري د دواړو هیوادونو ترمنځ کوم مشکل راځی نو باید چې حل شي.”

حسن روحاني په خپل سفر کې د پاکستاني چارواکو سره د تجارت د ودې، اقتصادي روابطو، انرژۍ، او امنیت په برخې کې یو لړ موافقې وکړي.

جمهور رئیس حسن روحاني وویل ” د ایران د جنجالي اتومي پروګرام په هکله د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره د موافقې نه څرګندیږي چې د مذاکراتو له وجې مهمې مسلې حل کیدلی شي. “

ښاغلي روحاني وویل ” د ایران او سعودي عربستان تر منځ جنجال په اسلامي نړۍ کې د پرمختګ مخه نیسي. ” هغه هیله څرګنده کړه چې ” په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هیوادونو د اړیکو د بهتره کیدو لپاره یوه لار پیدا شي. “

د پاکستان تر څنګ یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو د سعودي عربستان او ایران تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *