د عراق پيژندل شوي روحاني او سياستمدرا مقتدا صدر؛ ويلي غواري په شنه سيمه کي له خپلو ملگرو سره په تحصن کي گډون وکړي ده له دي خلکو غوښتي ترڅو خپل760357 تحصن ته دوام ورکړي

د صدر بهیر مشر مقتدا صدر له خپلو ګوندي ملګرو سره د شنې سیمې له لومړنۍ پوستې تیر شوی او دې سیمې ته ننوتلی دی.

دی تیره ورځ له خپلو ګوندي ملګرو سره په ګډه د تحصن کونکو تر منځ را څرګند شو او دوی ته یې وینا واوروله ده په دې سیمه کې نیوکې کونکو ته ویلي چی دوی به هم په ورته ګام پورته کونې لاس پورې کړي.

مقتدا صدر؛ “ما له دې مخکې هم ویلي وو چې مونږ به شنې امنیتي سیمې ته دننه شو اوس زه په دې برخه کې لومړی ګام پورته کوم زه په لاریون کونکو باور لرم زه او زما ملګري به شنې سیمې ته دننه شو تاسو ته هم وایم چې خپلې کیږدۍ مه پریږدئ او تر هغې خپلو نیکو ته دوام ورکړی ترڅو مو چې غوښتنې نه وي منل شوې.”

د مقتدا صدر له پلویانو سره د عراق د پارلمان امنیتي او دفاعي کمیسیون ریس هم لیدل کیږي د بغداد شنه امنیتي سیمه هغه سیمه ده چې د پارلمان ودانۍ سفارت خونې او دیری دولتي ودانۍ پکې شتون لري له دې سره په دې سیمه کې د بریتانیا سفارت هم شته

مقتدی صدر دوه اونۍ وړاندې خپل پلویان لاریون ته را وبلل ویلي یې دي ترهغې به لاریون ته دوام ورکوي ترڅو چې د فساد د له منځه وړلو په هکله ددوی غوښتنې نه وي منل شوې.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *