ننګرهار كې د افغان هوايي ځواك بمبار، ۹ مخالفين مړه د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې پرون د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخچورلکهه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د باور غونډۍ په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن يې ژوندى نيولى دى.

د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په مهال دوه ميله راکټ انداز، يو ميل کلاشينکوف، ۶۹ لاسي بمونه، ۲۰ فيره د راکټ مرمۍ، دوه زره فيره د پيکا مرمۍ، زر فيره د کلاشينکوف مرمۍ او دوه پايې مخابرې له منځه وړل شوې دي.

سرچينه همدارنګه وايي، چې امنيتي ځواکونو په هسکې مينې ولسوالۍ کې درې تنه داعش وسله وال نيولي دي.

وسله والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *