د سوریې تدمر ښار کې یو ‘ډله ییز قبر’ کشف شوی
په کشف شوي ډله ییز قبر کې ماشومان او ښځې هم خښ کړای شوي.
د سوریې پوځي سرچینې وايي، په لرغوني تدمر ښار کې یې یو ډله ییز قبر موندلی دی
.
ویل کېږي په دې قبر کې شاوخوا ۴۰ ولسي وګړي او سوري پوځیان خښ کړای شوي.
ددغو کسانو د اعدامېدو پړه پر “اسلامي دولت” ډلې اچول شوې.
د سوریې رسمي خبري اژانس “سانا” د تدمر د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي “د چاڼیزو عملیاتو پرمهال انجینران او د ولسي دفاع ډلو یوه ډله ییز قبر کشف کړ، چې ۲۵ مړي پکې له منځه تللي وو. په دوی کې د درو ماشومانو او ۵ ښځو مړي هم وو”.
دا ډله ییز قبر د تدمر ښار په “الجاهزیة” کلي کې موندل شوی.
سرچینه وايي، د څېړنو پرمهال “آن ۴۰ شړېدلي مړي وموندل شول”.
دا ډله ییز قبر د تدمر ښار په شمال ختیځه برخه کې کشف شوی.
داعش د تدمر لرغوني ښار ګڼې برخې ونړولې
مړي د حمص ولایت پوځي روغتون ته وړل شوي، چې ځینې یې پېژندل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، “اسلامي دولت” ډلې وړاندې ګڼ کسان وژلي او بیا یې د ښار په څنډو کې خښ کړي دي.