دپاکستان پوځ وايي چې شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب د روانو عملیاتو په وروستي پړاو کې یې په قبایلي سیمې شوال کې ٢٥٢ جګړه ماران وژلي ديA456D138-1C2C-4A99-A1E6-12587D3923DF_w640_r1_s او شاوخوا ۱۶۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د پوځ په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د پاکستان اته سرتېري هم وژل شوي او ٤٥ نور ژوبل دي.

دپاکستان پوځ د ٢٠١٤ د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړل چې هدف یې له سیمې د اورپکو شړل او د هغوی د پټو ځایونو ورانول وو.

پاکستاني پوځ دعوه کوي چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې یې څه باندې ٣٤٠٠ ترهګر وژلي او د هغوی لسګونه پټ ځایونه یې وران او ویجاړ کړي دي.

خو د دغو دعوو تصدیق کول ځکه ستونزمن دي چې، سیمې ته رسنۍ په اسانۍ نشي ورتللی چې بې پرې معلومات خپاره کړي.

د پوځ په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د ضرب عضب د عملیاتو په ترڅ کې په شمالي وزيرستان کې څه باندې ۴۳۰۰ کیلیو مېتره ځمکه هم له وسله والو جګړه مارانو پاکه شوې ده او اوس په کې تر ډېره حکومت واکمن دی.

د دغو عملیاتو پر مهال لسګونه زره قبایل هم بې ځایه شول، چې یو شمېر یې د افغانستان د خوست ولایت ته وکوچېدل، خو اوس د پاکستان پوځ وايي چې ډېر بې ځایه شوي کډوال بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي او په سیمه کې یې د بیارغونې او ابادۍ کارونه هم پیل شوي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *