په استانبول کې د داعش پانګونه
د داعش ترهګرې دلې په ترکیه کې له چارواکیو سره له اړیکو وروسته او استانبول ته د خپل شرغي استازي«خلف علي غیدان» په استولو سره . په دې ښار کې د سوداګریزو او اوسیدنې د ودانیو او د دې هیواد په نورو ښارونو کې د کرهنیزو ځمکو د پیرولو غوښتنه کړې ده.
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې: ددې مسلې اصلي موخه پّ سیمه کې د داعش د شونې شنل کیدو وروسته د داعش مشرانو څخه ما
لي او اقتصادي ملاتړ دی او داسې ریپوټونه هم تر لاسه شوي چې داعش د خپلې شتمنۍ لویه برخه له سوریې او عراق څخه استانبول ته لیږدولې ده.
له دې سره په تیرو شپږو میاشتو کې له یو ملیارده دالرو ډیره شتمني د بیلا بیلو په ځانګړې توګه د محمد یوسف المفرجي صرافۍ له لوري ترکیې ته لیږدول شوې. نومه وړی صرافي په خپله د داعش له غړیو څخه شمیرل کیږي دا شمتني ترکیې ته له لیږدول کیدو وروسته سمدلاسه په لیر چې ترکي پیسې دي اړول شوې او خلف علي غیدان ته ورکړل شوې دي.
ویل شوي چې ترکیې ته د داعش د شتمینۍ لیږدولو ته دانقرې شنه څراغ نښه ددې هیواد چارواکیو له لوری رامنځ ته شوې او دا هیواد غواړي ترڅو داعش د سوریې او عراق په ډيریو سیمو واک تر لاسه کړي او که چیرې دا ډله وشنل شي شتمنې به یې ترکیې ته وسپارل شي.