د بروکسیل په هوایي ډګر کې ځانمرګي بریدګر د اروپايي ټولنې په پارلمان کې د چوپړ په توګه دنده تر سره کوله

د بروکسیل په هوایي ډګر کې یوه ځانمرګي بریدګر له دې مخکې د اروپايي ټولنې په پارلمان کې د چوپړ په توګه دنده تر سره کوله. د ЕК آژانس رسمي استازې ژومې دوخ خبر ورکوی؛ چې په دې هکله خبر د «ریا نووستي» آژانس په حواله د547295 Vesti.az او ورکړی دی.

د «ریتر» آژانس د ЕК آژانس د استازې له قوله کاږي:«د تروریستانو د جملې څخه یو تن په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د پاک کاری د شرکت سره چې د اروپایي ټولنې د پارلمان سره یي تړون لاسلیک کړی وو، دنده تر سره کوله».

نوموړې د چا نوم په ګوته نه کړ خو د اروپايي ټولنې په پارلمان کې سرچینې په داګه کړه، چې خبره د نجیم لاشراوی په هکله ده.

د یادونې وړ ده؛ چې د مارچ د میاشتي په ۲۲ مه نیټه د بروکسیل په هوايی ډګر او د «مالبیګ» د میترو په تم ځای کې د چاودنو له کبله ۳۲ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ تنو ډیر نور ټپیان شول.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *