د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د قدرت د جوړښت بدلون په هڅه کې دی. دی غواړي د لومړي وزیری پست له منځه0,,19111830_303,00 یوسي او په خپله د ولسمشر په توګه پاتې شي چې په دې سره لومړی وزیر داود اغلو په کور کښیني او د دولت ټول واک به له ده سره پاتې شي.

داسې ویل کیږي چې په تیرو دوه میاشتو کې د داود اغلو د له لرې کولو لپاره ددې هیواد په ولسمشری ماڼۍ کې څو ځله ناستې تر سره شوي دي او په دې ناستو کې داردوغان دوه سلاکارانو ګډون کړی وو . په دې ناستو کې له داود اغلو څخه غوښتل شوي چې په خپله په خپله خوښه له دندې لاس واخلي ترڅو د شخړو کچه را ټیټه شي. له دې سره دده د ګوښه کولو لپاره په ډیریو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تبلیغات ډیر کړل شوي دي.

د ویلو وړ ده چې واک ته د اردوغان له رسیدو مخکې ولسمشر یو تشریفاتي پوست وو خو پّ اساسي قانون کې د بدلون له مخې ولسمشری د تشریفاتي پر ځای په هیواد کې لومړی او پریکړه کونکی پست شو. د اردوغان مخالفینو وایي اردوغان په ترکیه کې په سیستم کې د بدلون په رامنځ ته کولو سره غواړي ترڅو تل تر تله ولسمشری دنده پّ خپله لاس کې ولري او خپلې غوښتنې ته چې دعثماني امپراتوری رامنځ ته کولو ده ورسیږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *