امريکا او روسيه په سوريه کي د اوربند په هکله خبري له سره پيلوي
امريکا او روسيه په سوريه کي د اوربند په هکله خبري له سره پيلوي
له دي سره چي ددي هيواد په حلب ښار کي جگړه روانه ده او په لړ کې يې يو روغتون هم تر هوايي بريد لاندي راوستل شوی م
سکو او واشنگټن د اوربند دوام په هکله د خبرو پريکړه کري ده
د سپيني ماني وياند جاش ارنست ويلي په سوريه کي د اوربند د رامنخ ته کولو په هخه کي دي ده ویلي له روسیې سره به د هغه سیمو د اوربند په هکله خبرې وشي کوم چې اوربند پکې له ګواښ سره مخ دی او یا هم پکې نښته روانه ده.
د دمشق په ختیځ کې لاذقیه او حلب هغه سیمې دي چې د امریکا او روسې د هوکړې پر خلاف پکې اوربند مات شوی دی.
جاش ارنست – “مونږ هیله مند یو او هڅه کووو ترڅو په هغه سیمو کې اوربند رامنځ ته کړو کوم چې پکې له اوربنده سرغړونه شوې او هغه سیمو ته تر ډیره پاملرنه وکړم چې له ګواښ سره مخ دي او د ښکیلو ډلو ترمنخ اوربند ته د ژمن پاتې کیدو اراده رامنځ ته کړو.”
جاش ارنست ویلي امریکا او روسیې خپلې پریکړې ته ژمن دي خو په سوریه کې شته ډلو له دې اوربنده سرغړونه کړې ده. په حلب ښار کې پر یوه روغتون له برید وروسته چې پکې له دیرشو ډیر کسان ووژل شول د اوربند د ماتولو شونتیا دیره شوې ده. له دې سره چې په دې برید کې د مشق او د دوی تر ملاتړ لاندې روسې ځواکونه په دې برید کې په لاس لرلو تورنیږي خو د سوریې دولت ددې برید پړه نده منلې او دایي د ځان پر وړاندې یوه چلوته ښودلې ده.
په دې وروستیو کې په حلب ښار کې ډيری خونۍ نښتې رامنځ ته شوې دي، د لاذقه او غوطه سیمې د حکومتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ له خوریدونکو نښتو وروسته د اوربند د ماتیدو له ګواښ سره مخ دي له دې سره دې سرغړونو د جینو ناسته تر اغیزې لاندې راوستلې او د دولت مخالفینو دا خبرې ځنډولې دي.
له دې سره د ملګرو ملتونو له امریکا او روسې غوښتي ترڅو د اوربند دوام لپاره د خبرو له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.