د عراق  مقتدا صدر پلويانو په بغداد کې «شين زون » مات کړ او دپارلمان ودانۍ تر دروازو رسيدلي دي ، چيري چې د نوی حکومت د وزيرانو د ټاکنې غونډه پکې روانه ده او وکيلان يي کلابند کړي دي. دامطلب د سپوتنيک اژانس ور کړی دي.

د اژانس د خبريال د رپوټ له مخې وکيلانو هڅه کوله د بيړنۍ وتلو له لارې وتښتي خو مظاهره چيانو دروازې بندي کړي وې. د پارلمان د ساتني د پاره امنيتي پرسونل زيات شوي دي.

ځايي تلويزونې شبکه السومريه خبر ورکوي د عراق پارلم589898ان ويشل شوی دي. نشي کولای د نوی حکومت دپاره نوماند ته رايه ورکړي. نوله دې کبله غونډه تر راتلونکې سي شنبي پورې وځنډيده.

د شنبي ورخي په غونډه کې بايد دعراق صدراعظم حيدر ال عبادي کډون کړي وای. په غونډه کې راټول شوي وکيلانوبايد پنځووزيرانو ته رايه ورکړي وای، خو لازمي رايي يي تر لاسه نه کړي.

په پارلمان کې شيعه بلاک چې د مقتدا صدر د ايديلوژي پلويان دي مخکې د نوي حکومت په ټاکلو کې د توپیر له امله په اعتصاب لاس پورې کړي وو.

د مظاهره چيانو په خبره ددوی سره دپارلمان نيمايي وکيلان يوځای شوي دي. خو د دولت رسمي مقامات داخبره نه مني.

د راتلونکې سي شنبي په ورځ د ستونزمن حالت سره سره به وکيلان وتوانيږي د حکومت دپاره ۶ نوي وزيران وټاکي.

په عراق کې سياسي بحران په داسي حال کې زور اخستی چې په هيواد کې خلګ د فساد څخه ناراضه دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *