امريکايي سناتوران وايي چې د فارس د خليج درې هېوادونو (کويټ، بحرين آو قطر) ته F-16 الوتکې چې ټوله بيه يي ۹ مليارد دالره کيږي ورکړي. هغوي ويره څرګندوي کچيري دغه کار تر سره نشي او چټک ګام وانخستل شي، دغه هېوادونه به اړ شي چې دامريکا دسيالانو له هغې جملې له روسيي څخه الوتکې وپيري.

دامطلب په هغه ليک کې څرګند شوی چې دامريکا متحده ايالاتو سناتو500319رانو هريو جان مکين، کلر کاسکيل، جک ريد لیکلی او دولسمشر ادارې ته يي سپارلی دي.

« امریکا باید د فرصت څخه په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د پراختيا څخه ګټه پورته کړي او دامريکا صنعتي تسلط ته وده ورکړي، بايد په دې برخه کې په سيمه کې خپلو سيالانو او يا هم مخالفينوته موقع ور نه کړل شي». — دامطلب وال ستريت ژورنال دليک له متنه رااخستی دي.

د WSJ دمعلوماتو پر بنسټ د بحرين سره د معاملې بيه دوه مليارد ډالره ، له کويټ سره درې مليارده او له قطر سره ۴ مليارد ډالره کيږي. په دغو پيسو امريکا متحده ايالات کولای شي بحرين ته — ۱۷، کويټ ته-۲۴، او قطرته ۳۶ ښکاري الوتکې ورکړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *