د اسرایلي افسرانو له لوري د اماراتو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ته روزنه
د دوه زره شپاړسم کال د مارچ میاشتې په پنخه ویشتمه نیټه د اسرایلي افسرانو یوه ډله د روزنې په موخه د اماراتو ته رسیدلې ترڅو ددې هیواد پوخیانو ته روزنه ورکړي.
د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې، دا افسران به د ترهګری پر وړاندې د مبارزې له ځواکونو په سره په پټو پوځي مانورو کې ګډون وکړي او په دې سره به تر یوې میاشتې له دوی سره په دې روزنه کې مرسته کوي.
ویل ش
وي چې په اماراتو امنیتي ګواښ او د داعش له لوري د عملیاتو تر سره کیدل ددې روزنې له اصلي موخو څخه شمیرل کیږي او د اماراتو حکومت یې سخت اندیښمند کړی دی او اوس دا هڅه کوي ترڅو د پوځي ګډو مانورو او اسرایلو په مرسته د عملیاتو په تر سره کولو سره د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د مبارزې وړتیا تر لاسه کړي.
د عربو مسلمانو هیوادونو سره د اسرایلو اړیکو روزنې او ګډ کاري تاریخ له ډيرې مودې راهیسې دوام لري او په دې برخه کې اسرایلي افسرانو ښه تجربه تر لاسه کړې ده.