د يونان د المپيک پخوانۍ سيمي خنگ ته زر تنه کډوال چي ديری يي افغانان دي ساتل کيږي

د يونان د المپيک پخوانۍ سيمي خنگ ته زر تنه کډوال چي ديری يي افغانان دي ساتل کيږي او دوی په دي پنډغالي کې د نامناسبه خوړو او هوا په هکله انديښمند دي. دوی وايي د ورځې له لوري د شپي پاتي شوني ډوډۍ او داسي اوبه ورکول کيږي چي د خښلو وړ نه وي

په دې سیمه کې به یو مهال د المپیک سیالۍ تر سره کې دې خو نن د افغانانو په ګډون د زرګونه کډوالو میشت ځای دی او دا سیمه د کډوالو لپاره برزخ نومول شوی دی ددوی هغه کسان دي چې نه د اروپا او ترکیې په تړون کې راځي او نه هم اروپا ته د تګ لاره لري. له دې پرته چې تر تاوده لمر لاندې ژوند وکړي ناپاکې اوبه وڅښي او د شپې پاتې سړه ډوډۍ وخوري بله چاره نلري.

۱-     شاهين بدري ” په دې سیمه کې د کډوالو اصلي ستونزه د ډوډۍ ده هغه ډوۍ چې مونږ ته را کول کیږي نیټه تیرې وي ددې ډوډۍ له رنګ بوی او سړوالي څخه ښکاري چې د خوړلو نه ده ددې پنډغالي اوسیدونکو تل سړه ډوډۍ رسیږي او پاکې اوبه شتون نلري او کیدای شي چې دا اوبه له فاضلابو څخه چمتو شي.”

خو ددې کډواولو نیوکې د پنډغلي د مسولینو له لوري رد شوې دوی ویلي: کیدای شې ددې پنډغالي ډوډۍ د کډوالو له ذایقې سره سمون ونلري ځکه په هر هیواد کې د خوړو څرنګوالی توپیر لری خو دا خواره په بشپړه توګه روغتیایي او سم دي له دې سره هغه څه چې تر ډيره یې افغان کډوال اندیښمند کړي نامالومه برخلیک دی.

خروج از نسخه موبایل