د يونان د المپيک پخوانۍ سيمي خنگ ته زر تنه کډوال چي ديری يي افغانان دي ساتل کيږي
د يونان د المپيک پخوانۍ سيمي خنگ ته زر تنه کډوال چي ديری يي افغانان دي ساتل کيږي او دوی په دي پنډغالي کې د نامناسبه خوړو او هوا په هکله انديښمند دي. دوی وايي د ورځې له لوري د شپي پاتي شوني ډوډۍ او داسي اوبه ورکول کيږي چي د خښلو وړ نه وي
په دې سیمه کې به یو مهال د المپیک سیالۍ تر سره کې دې خو نن د افغانانو په ګډون د زرګونه کډوالو میشت ځای دی او دا سیمه د کډوالو لپاره برزخ نومول شوی دی ددوی هغه کسان دي چې نه د اروپا او ترکیې په تړون کې راځي او نه
هم اروپا ته د تګ لاره لري. له دې پرته چې تر تاوده لمر لاندې ژوند وکړي ناپاکې اوبه وڅښي او د شپې پاتې سړه ډوډۍ وخوري بله چاره نلري.
۱- شاهين بدري ” په دې سیمه کې د کډوالو اصلي ستونزه د ډوډۍ ده هغه ډوۍ چې مونږ ته را کول کیږي نیټه تیرې وي ددې ډوډۍ له رنګ بوی او سړوالي څخه ښکاري چې د خوړلو نه ده ددې پنډغالي اوسیدونکو تل سړه ډوډۍ رسیږي او پاکې اوبه شتون نلري او کیدای شي چې دا اوبه له فاضلابو څخه چمتو شي.”
خو ددې کډواولو نیوکې د پنډغلي د مسولینو له لوري رد شوې دوی ویلي: کیدای شې ددې پنډغالي ډوډۍ د کډوالو له ذایقې سره سمون ونلري ځکه په هر هیواد کې د خوړو څرنګوالی توپیر لری خو دا خواره په بشپړه توګه روغتیایي او سم دي له دې سره هغه څه چې تر ډيره یې افغان کډوال اندیښمند کړي نامالومه برخلیک دی.