577BA63F-2986-4265-8413-D96195A0975A_w987_r1_sاجرائیه رئیس عبدالله نن د یکشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل چې ملا منصور د سولې د خبرو مخالف وو.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د ملا اختر محمد منصور د سپرلۍ په موټر د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو برید تائید کړی خو ویلي يې دي، چې افغان حکومت په دغه برید کې د ملا منصور د وژنې یا ژوندي پاتې کیدو د څرنګوالي په اړه څیړنه کوي او پایلې به یې ژر د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یک‌شنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دې عملیاتو په اړه افغان حکومت ته د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړی و.

اجرائیه رئیس په دې برید کې د ملا اختر منصور د وژل کیدو احتمال رد نه کړ او زیاته یې کړه، چې د دغو عملیاتو پایلې به له څیړنو وروسته روښانه شي.

ښاغلي عبدالله وویل “د امریکا د متحده ایالاتو امنیتي بنسټونه او دغه راز، زموږ امنیتي برخې، لا هم دا مسئله څیړي، خو ډیر احتمال شته، چې ملا اختر منصور په دې برید کې وژل شوی وي.”

د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې، د ملا اختر منصور د سپرلۍ موټر د پاکستان د بلوچستان صوبې په احمدوال سیمه کې په نښه کړ.

د امریکا دفاع وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو وویل، چې د امریکا پوځ “د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو په مشر ملا اختر منصور هوایي برید کړی.”

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د دغه برید اجازه ورکړې وه.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د ملا اختر منصور د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي، خود اسوشیټیډ پریس خبري آژانس AP د ملا عبدالرؤف په نوم د طالبانو د یو قوماندان له قوله ویلي، چې ملا منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

طالبانو له دې مخکې هم د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخند د وژنې خبر شاوخوا دوه کاله پټ ساتلی وو.

ملا اختر منصور تیر کال په جون میاشت کې د ملا محمد عمر اخند د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د لومړۍ ورځ نه ځینو طالب مشرانو اختلاف درلود.

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري.

ملامنصور د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې شامل و. هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست و او څه موده د کندهار والي هم و

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *