د قران کریم د نړیوالو سیالیو دري دیرشمه سیالي
په ایران کې د امام خمینی «رح» پّ مصلی کې د چهار شنبه په ورځ د روانې میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د پنځو قارو د اویا هیوادونو یو سل دیرشو قاریانو ګډون کړ
ی وو.
ددې پړاو سیالیو داوران د ایران، پاکستان، اندونزی، سوریه، عراق، لبنان، الجزایر، اردن، یمن، افغانستان اوسیدونکي دي ددې سیالیو کې نوم هم یو کتاب یو امت ورکړل شوی دی.
د اوقافو سازمان ریس او د خیریه چارو مشر حجت الاسلام علی محمدی، ویلي مونږ د نړیوال استکبار پر وړاندې په زور او ځواک سره ولاړ یو او د کال په تیریدو سره مخ پر وړاندې روان یو چې د قران کریم له الهاماتو څخه شمیرل کیږي. حضرت امام خمینی په دوه څلویښتم کال کې د طاغوت پر وړاندې د مبارزې پر مهال دا جمله کارولې وه ده ویلي وو چې زمونږ ټولې ناخوالې د امریکا او اسرایلو لپاره دي او دا کرښه اوس هم دوام لري. ده ویلي د ایران اسلامي جمهوریت ویاړي چې د قران کریم د قرایت او حفظ سره ددې کتاب په لار ښونو عمل کوي له امریکا او اسرایلي رژیم سره مبارزه کوي.