هلمند د هیواد په سویل کې پروت ولایت دی چې د طالبانو رژیم او افغانستان د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره داولایت له ناامنیو او جګړو سره مخ ؤ. هلمند له دوه اړخونو د اهمیت وړ دی چې دا اړخونه یا ښه دي یا بد.

تریاک یورانیم او په دې ولایت کې کانونه هم اړخونه دي چې د هلمند ولایت یې بهرنیانو ته د اهمیت وړ ښودلی دی. له دې سره په دې ولایت کې نارامۍ هلمچورلکهند ولایت د افغان حکومت لپاره د اهمیت وړ ګرځولی دی.

بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکا او بریتانیا له هماغه لومړیو څخه د هغه څیړنو له مخې چې دوی تر سره کړې دي هلمند ولایت یې د خپل مهمې پایګاه په توګه ټاکلی دی.

د امریکایی او انګلیسي ځواکونو په آند په خانشین کې لویه پوځي هډه «په هغه ځای کې چې ډيری یورانیم لري» د جګړې د بریا لپاره مهمه ښودل شوې ده.

خو دې پوځي هډې هیڅکله ونشو کولای ترڅو په دې ولایت کې د جګړې کچه را ټیټه کړي. نه یواځې چې د جګړې کچه را ټیټه نشوه بلکې په ځینو برخو کې جګړې ته زور هم ورکړل شوی دی او کچه یې تر ډيره لوړه شوېده. دا هغه اندیښنه ده چې پّ تیرو پنځه لسو کلونو کې دا ناامني په خپله کچه پاتې ده او حتی کله ناکله یې ځینو ولسوالیو سقوط هم کړی دی.

د جګړې دوام چې کیدای شي د یوه پلان له مخې رامنځ ته شوې وي او دوام ولري، ددې لامل ګرځیدلې ترڅو هلمند ولایت په بشپړه توګه د افغان حکومت تر واک لاندې پاتې نشي او د دولت په کنترول کې دا پاتې راتللو په هلمند ولایت کې د کوکنارو کر د نشه یي توکو تولید او قاچاق ته لاره هواره کړې ده.

د هلمند ولایت د اوسیدونکيو په وینا او د تر سره شوې څیړنې له مخې، د افغان نشه یي توکو ډيری ګټه دلالان او  نړیواله مافیا په خپلو جیبونو کې اچوي د هغه کسانو جیبونو ته چې د سیمې او نړیوالې ترهګري لپاره یې لاس په یوه کاسه کې دی او دا دې لامل شوې ترڅو د هلمند ولایت هر کال د کوکنارو په کرکیله کې لومړی مقام خپل کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او انګلیس تر ډیره په هلمند ولایت کې شتون لري او په دې ولایت کې په جګړه تر ډیره لګښت لري او داسې ویل کیږي چېدوی په دې ولایت کې د خپلې ګټې او سیاسي موخوته د رسیدو په موخه شتون لري او په دې برخه کې لګښت مني.

دا چې بهرني ځواکونه د هلمند ولایت د نشه یي توکو په کر تولید او قاچاقو کې لاس لري او که نه، ددې ولایت یو شمیر استازو د خپلو نمونو په نه ښودلو سره په دې د رښتیا مهر لګولی دی.

پ هلمند ولایت کې د نشه یي توکو کرکیلې له حساسو مسایلو څخه شمیرل کیږي دا موضوع دومره مهمه ده چې کولای شو د لویو لاروترځنګ هم د کوکنارو کرکیله ووینو او د نشه یي توکو د پیرودلو او پلورولو هټي او پلورنځي پیدا کړو.

خو له دې هم مهمه مسله په دې ولایت کې په ډيره کچه د یورانیمو زیرمې دي چې په هلمند په ځانګړې توګه د خانشین په ولسوالی کې شتون لري. په دې ولسوالی کې د امریکایي ځواکونو یوې لویې هډه شتون لرې چې هره ورځ له دې هډې څخه لویې او کوچونی امریکایي الوتکې تګ راتګ کوي.

د هلمند ولایت یو شمیر استازو ویلي: دا الوتکې له هلمند ولایت څخه یورانیم لیږدوي او په کراتو یې له دې ولایت څخه یورانیم وړي دي.

پر هواي حریم د کنترول نشتون او دبهرنیانو له لوري په خپل سر الوتنې او کښیناستل د حکومت د بیخبری ښکارندوي کوي  په داسې حال کې چې امریکایي اوانګلیسي الوتکې ځي را ځي خو افغان حکومت ترې بې خبره دی.

له بل لوري سروې او څیړنو دا ښودلې د هغه څیړنو له مخې چې په هلمند ولایت کې د د امریکایي ځواکونو او کارپوهانو له لوري تر سره شوې له دې مخې دوی پّ دې ښه پوهیږې چې په دې ولایت کې د کانونو کمیت او کیفیت څه ډول دی او د دوه اړخیزې هوکړې له مخې دوی په ځینو کړنو کې خپلواکه دي.

د یورانیمو او تریاکو جګړه

دې ته په کتو سره په هلمند ولایت کې د جګړې دوام او د وسله والو طالبانو فعالیت او موجودیت هم له یورانیمو او تریاکو سره تړاو لري.

کله چې جګړه دوام ولري امنیتي ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره پّ جګړه بوخت وي او دولتي چارواکي هم د جګړې په مدیریت بوخت وي او پّ دې ولایت کې د خلکو د امنیت د ټینګښت هڅې کوي  نو د یورانیمو غلا او چور څیړلو ته ځای نه پاتې کیږي.

بل لوري ته بهرني ځواکونه هم په آزاد ډول په هلمند ولایت کې خپل کار او بار پر مخ بیایي او په دې ولایت کېد جګړې له دوامه په ښه توګه ګټه پورته کوي.

د کوکنارو کرکیله د نشه يي توکو تولید او قاچاق د ترهګرۍ د لمنې دپراخیدو لامل ګرځي او د جګړې په دوام کې مرسته کولای شي دا هغه څه دي چې د افغانستان د زیرمو او کانونو غله یې غواړي او ترې ګټه پورته کوي.

د یورانیمود کچې برآورد کې توپیر

له بل لوري د هلمند ولایت د کچې بدلون ته په کتو سره داسې یوه پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولي امریکا په دې ولایت کې د له اصلي کچې څخه د یورانیمو کچه ټیټه ښودلې ده.

په امریکا پورې تړلې  ناسا فضایي سازمان په په افغانستان کې د زیرمواو کانونو د بیې  کچه له یو تریلیونه ډالرو ډيره ښودلې په داسې حال کې چې د هیواد د کانونو وزارت په افغانستان کې د کانونو د کچې بیه درې تریلیونه ډالره ښي.

دا کچه له امریکایانو سره مرسته کوي چې له هلمند ولایت څخه یورانیم په ډاډه زړه ولیږدوي ترڅو په دې سره ددوه تریلیونو ډالرو یورانیم له ځان سره یوسي او یو تریلیون ډالرو په بیه یورانیم پریږدي او خپله وړاند وینه په ډاګه کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *