د وسله والو طالبانو د مشر د ملا منصور وژل کیدل هغه هم د امریکا په لاس تر ډیره له تمې پرته وو امریکا په دې تیرو دوه دریو کلونو کې په کراتو اعلان کړی چې طالبان نور ددوی په تور نوم لړ کې ځای نلري او له دې مخې د امریکا لپاره طالبان د دښمن په لیکو کې نه شمیرل کیږي. اوس د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملا منصور وژل کیدل د ریښتینولی او څرګندونو ترمنځ د لوی واټن ښکارندویي کوي چې ډيری پوښتنې یې رامنځ ته کړې دي او په دې سره د ملا منصور وژل کیدو ډول ډول اړخونه ځآن ته خپل کړي دي چې تر اوسه هم په بشپړه توګه دده د مړینې پخلی نه کیږي په داسې حال کېhqdefault چې د تیری اونۍ د شنبه له ورخې د ملا منصور د وژل کیدو په کله ریپوټونه خپریږي او ویل کیږي چې ملا منصور د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی خو ځینې ریپوټونه وایي چې ملا منصور مخکې وژل شوی وو هغه مهال کله چې د وسله والو طالبانو ترمنځ په خپله منځ کې جګړه شوې وه او دی سخت ټپي شوی وو ویل کیږي چې له هغې ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده. په هر صورت د طالبانو پخواني مشر ملا منصور باندې د امریکا هواییي برید له هغه څرګندونو سره په ټکر کې دی کوم چې په کراتو یې له وسله والو طالبانوسره د جګړې او دښمني د پای ته رسیدو خبر ورکړی دی او تر اوسه هیڅکله داسې نه دي لیدل شوي چې امریکا د په پاکستان کې د افغان طالبانو پر وړاندې کوم ګام پورته کړی وي خو اوس کومه داسې پیښه رامنځ ته شوې چې امریکایي د خپلې ژمنې تر پښو لاندې کولو ته اړ کړې او ویلي یې دي چې دا برید یې ددې له امله تر سره کړی چې طالبانو په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی، چې دا کومه نوې خبره او نوې پیښه نده بلکې نور لاملونه لري چې تر اوسه ندي په ډاګه شوي.

دې ته لږ د شک په سترګه کتل کیږي چې امریکا د په یواځې سره ملا منصور په نښه او بیا د ولسمشر له لوري د حکم له مخې د پآکستان په خاوره کې تر برید لاندې راوستلی وي دې ته په کتو سره داسې ښکاري چې د ملا منصور په وژل کی پاکستان له امریکا سره لاس یو کړی وي. په یو شمیر رسنیو کې هم ویلي شوي چې د ملا منصور په وژلو کې د پاکستان او امریکا رول یوشانته دی او دا ګام په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له خبرو سره تړاو لري. ددې څیړنو له مخې پاکستان تر ډیره هڅه وکړه ترڅو ملا منصور د پخلاینې یا خبرو میز ته اړ کړي خو ده نه یواځې چې له خبرو ته غاړه کښې نښوده بلکې له افغان حکومت سره یې د نورو طالب مشرانو د خبرو په لاره کې خنډونه رامنځ ته کړل خو ددې څیړنې یا تحلیل برعکس آند هم شتون لري چې د اهمیت وړ دی.

دوه کاله وړاندې وسله وال طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي وو هغه مهال چې د ملا محمد عمر د وژل کیدو خبر نه وو خپور شوی او په مري کې یو ځلې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې هم شوې وې هغه مهال په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ډيرې هیلې رامڼځ ته شوې وې او ټول په دې آند وو چې نور نو په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول کړل شو خو ملا محمد عمر د وژل کیدو خبر هر څه له خاورو سره خاورې کړل او دا خبرې چې پلې کیدو کچې ته رسیدلې وي وځنډول شوې.

له دې وروسته روښانه شوه چې له مودو مخکې ملا عمر له دې نړیه سترګې پټې کړې وې او ټولې چارې ملا منصور پر مخ بیولې. د ملا محمد عمر له د وژل کیدو جنجالونو او د طالبانو دمشر په توګه د ملا اختر په ټاکل کیدو سره یو ځل بیا داسې هیلې رامنځ ته شوې چې د پخلاینې لپاره به لاره هواره شوې وي او له دې وروسته پاکستان هم پر ځان د نړیوالو فشارونو کړۍ تنګه لیدله خو دا ځل بیا وپتیل شوه ترڅو د طالبانو پر وړاندې یو بل خنډ رامنځ ته شي او دوی له یوې بلې نوې ستونزې سره مخ کړل شي چې په دې سره امریکا او پاکستان د خپلو اوږد مهاله پلانونو او موخو ته د رسیدو لپاره د ملا منصور د وژل کیدو پریکړه وکړه او د پلې کیدو لپاره یې لاس په کار شول. دې ګام پورته کونې له دې سربیره چې طالبان او عام ذهنونه په بیلا بیلو لارو بوتلل، دا سیاسیون دي چې باید له ډې ډول تشو څخه د خپل هیواد په ګټه لاس په کار شي او ترې ګټه پورته کړي

دا د پاکستان لپآره ډيره مهمه ده چې له امریکا څخه اف شپاړس جنګي الوتکې تر لاسه کړي حتی که په هره بیه وي. دوی د خپلو پوځي ځواک او هوایي بریدونو لپاره دې الوتکو ته اړتیا لري او په دې هکله یې په دې وروستیوکې له امریکا ډير جنجالونه او چاڼه زنۍ کړې دي دا موضوع د پآکستان لپاره دومره د اهمیت وړ ده چې دوی پّ سیمه کې د امریکا د لویو موخو لپاره ځان وقف کړی دی او ددوی په غوښتنه ګام پورته کوي. په دې معامله کې د لومړي وزیر موضوع د ملا منصور وژنه وه چې د پاکستان د آی ایس آی د مالوماتو له مخې او د دامریکا بې پیلوټه الوتکې په وسیله د طالبانو پر پخواني مشر ملا منصور برید وشو.

د ملا منصور د میشت ځای او تګ راتګ په هکله مالومات له آی ایس آي پرته بله هیځ اداره او بنسټ نشي تر لاسه کولای. څرنګه چې وویل شول ملا منصور باید د پخلاینې خبرو د ګډوډی او لویو موخو ته د رسیدو لپاره باید ملا منصور وژل شوی وی چې په دې سره لویو موخو ته د رسیدو په لاره کې کوم خنډ شتون ونلري. له بلې خوا داسې ویل کیږي چې د طالبانو لپاره داسې یو سیاست رامنځ ته کیدونکی دی چې له مخې یې ثبات ونلري او همداسې د تل پاتې خوځښت سره مخ شوی وي.

دا موضوع د ملا محمد عمر له وژل کیدو وروسته په ښه توګه په ډاګه شوه او دا روښانه شوه چې له دې وروسته به طالبان د خپل هر مشر په وژل کیدو سره به په خپلو کې سره نښلیږي او ددوی ترمنځ به اختلافات زور اخلي چې پّ دې سره ددوی لیکو ته د لارې پیدا کول ډیر آسانه کیږي.

بله خوا په سویلي وزیرستان په ځآنګړې توګه د شوال په ځنګلونو کې د پاکستاڼي پوځ د پراخو عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړل شوی دی. په دې سیمو کې تر ډيره د حقاني شبکه فعالیت لري او له دې داسې ښکاري چې د ملا منصور له وژلو سره د حقاني شبکې کمزوري کول هم د امریکا په پلان کې شتون لري. د حقاني شبکه له پوځي اړخه تر ټولو پیاوړي او ګواښونکې ډله ده او ویل شوي چې ددې ډلې غړي په نیغه توګه د پآکستان د آی ایس آی له لوري روزل شوي دي چې پّ دې سره دا تر ټولو ځواکمن وسله وال مخالفین او د وسله والو مخالفینو له کماندو څخه شمیرلی شو. تیرو تجربو هم دا ښودلې چې ددې ډلې بریدونه د نورو وسله والو مخالفینو د بریدونو په پرتله تر ډيره خونړي او مرګوني وي. د طالبانو د مشر په توګه د حقاني ډلې د مشر ټاکل کیدو په هکله د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل خبرداری هم له دې مخې وو چې ویلي یې وو دا ډله په بشپړه توګه د پآکستان د آی ایس آی تر لاس لاندې ده او د نورو ډلو په څیر حتی لږ شانته خپلوواکي هم نلري. له دې داسې ښکاري چې پاکستان اوس اړ شوی ترڅو په ناخوښۍ سره د واشنګټن په غوښتنه ددې ډلې پر وړاندې لاس په کار شي.

د طالبانو د دوهم مشر وژل کیدو دا اسلام پاله ډله له ډیریو ستونزو سره مخ کړې ده. په مشری جګړه ددوی ترمنځ د واټن، د نویو ډلو رامنځ ته کیدو او له دوی څخه د بیلو شویو ډلو له لوري له افغان حکومت سره خبرو شونتیا د ډیریدو لامل ګرځیدلی شي او دا هم شونې ده چې د طالبانو یو شمیر مشران او قومندانان د داعش له ډلې سره یوځای شي. طالبانو د تیری اونۍ د چهارشنبې په اعلامیه کې ویلي چې ملا هیبت الله آخندزاده یې د خپل مشر په توګه ټاکلی دی، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني یې دده د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي. له دې ټاکنې داسې ښکاري چې د طالبانو ترمنځ اختلافا ډیر دي. د طالبانو دمشر مرستیال په توګه د ملا یعقوب ټاکنه ددې ښکارندویي کوي چې د طالبانو په مشری کې د ملا محمد عمر کورنۍ ته ونډه ورکړل شوې ده، د هغه کس کورنۍ ته چې څیره به یې بیا د طالبانو ترمنځ ښکاره نشي.

بل لور ته د سراج الدین حقاني تل پاتې قدرت او شتون دډې ښکارندویي کوي چې دا دله ورو ورو د طالبانو په یوه برخه اوړي او دا ډله د ورځې په تیریدو سره د طالبانو په لیکه کې د ډیر واک او ځواک خاونده کیږي او داسې ښکاري چې د حقانې شبکې د له منځه وړلو توان په هیڅ یوه ډله کې شتون نلري.

په ورته حال کې د امریکا او پاکستان په وینا د ملا منصور وژل کیدل به د پخلاینې په خبرو کې شته خنډونه له منځه یوسي خو ریښتینولی ته پّ کتو سره دا شونې ده چې د ملا منصور پّ وژل کیدو سره د پخلاینې په لاره کې ډيری خنډونه رامنځ ته شي. داسې انګرل کیږي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نسبي قدرت ساتنې پلان رامنځ تهش وی او هیڅ یو اړخ د جګړې په ډګر کې برلاسی نشي. دا ډول سیاست د جګړې پر دوام دلالت کوي او د بخلاینې او سولې بهیر به بې اغیزې او زیانمن کړي.

له بل لوري له داعش او القاعدې سره د طالبانو د غړیو یو ځای کیدل هغه د پآم وړ او اړین مسایل دي چې د ملا منصور له مړینې ورسته رامنځ ته کیدلی شي او دا مسله په سیمه کې د امریکا له لویو موخو سره چې د سوریې تر واک لاندې له قفقاز او د چین له سین کیانګ سره تړاو لري او لوی خراسان شمیرل کیږي

دې حالاتو ته پّ کتو سره داسې ښکاري چې په هیواد او سیمه کې نوي پلانونه تر لاسه لاندې دي او په دې برخو کې د ښکیلو هیوادونو رول د ځواکمنیدو په لور روان دی له دې ور هخوا له افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي یوځای کیدل او د پاکستان د محاسباتو پیچلتیا چې د امریکا په پروژه کې شتون لري داسې انګیرل کیږي چې پښتنو ته د ګډې پولې ته نږدې د یو شمیر ولایتونو په تړاو د جنرال پترایوس پلان په څیر ځینې لوې پروژې په لاره اچول شوي دي او دا پلانونه د پاکستان له ګټو سره هم نغښتې دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *