ترکیی امریکا ته د داعش پرخلاف د گډو عملیاتو وړاندیز کړی
د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو امریکا ته د «اسلامی دولت» د تروریستی ډلی څخه د سوریی په شمال کی د مانبیج د سیمی د آزادولو په خاطر د هلوځلو د یوکولو وړاندیز کړی. د سیاستمدار په نظر، هغه ځای ته د دواړو هیوادونو کماندو استول کیدلی شی.
چاوش اوغ
لو خبر ورکړ: “موږ له امریکایانو سره په دی مساله بحث کوو. په عین حال کی زموږ د ګډون لازم شرط — د دموکراتیکی اتحادیی د ګوند د جنګیالو د جرړو ایستل دی”. د ده مقصد په سوریه کی د کردانو د ځانی دفاع فعال ځواکونه وو. انقره وایی چی هغوی د کردستان له کارګری ګوند سره تړلی دی.
د مانبیج له لاری د داعشیانو تامیناتو لاره تیریږی. د دی اکملاتی لاری بندول به تر ډیره حده د هغو جهادیونو وضعه مشکله کړی چی د سوریی په شمال کی فعالیت کوی.
چاوش اوغلو په دی باور دی چی دا علمیات به د لاډیرو پراخو عملیاتو په لومړی پړاو بدل شی چی له هغو سره به د داسی هیوادونو، لکه انګلستان، فرانسی او جرمنی خاص ځواکونه هم یوځای شی.
د دی فعالیتونو موخه — د منځ لاری اپوزیسیون سره د بشار اسد د رژیم په نسکورولو کی مرسته ده.