ملگرو ملتونو د عراق فلوجي په هغه سيمو کي د ملکي کسانو په هکله انديښنه ځرگنده کړې کوم چي د داعش په واک کي دي دا په داسي حال کې ده چي ويل کيږي داعش په دي سيمو کي له ملکي کسانو د سپر په توگه کار اخلي

د ریپوټونو له مخې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې اوس مهال درې زره اوسه ملکي کسان په هغه سیمو کې شتون لري کوم چې د داعش تر واک لاندې دي. له دې سیمو څخه هغه کسانو چې په راوتلو بریالي شوي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ویلي: داعش تر واک لاندې په سیمو کې له ملکي کسانو د انساني سپر په توګه کار اخليd194165ead55d27f49aa6da151234d67_XL.

ويليام اسپندلر؛ “د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دولتي سرتیرو او داعش وسله والو ترمنځ په څو ورځینۍ نښته کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په هکله ریپوټونه تر لاسه کړي چې له دوی څخه د مي میاشتې په اته ویشتمه نیټه د یوې کورنۍ اوه غړي هم شتون لري له دې سره داسې ویل کیږي چې په فلوجه کې له لسګونه کورنیو څخه د انساني سپر به توګه کار اخستل کیږي.”

له دې سره دې سازمان ویلي د عراق دولتي سرتیرو په دې وروستیو کې یو شمیر ملکي کسان په فلوجه کې ژغورلې او امنو سیمو ته یې لیږدولي دي او نږدې پنځه سوه نارینه او هغه ماشومان چې عمرونه یې له دولسو کلونو لږ دي د ښار د ننه حالت په هکله د څیړنې په موخه له ځان سره بیولي دي. په ورته حال کې د بشر حقونو هم په فلوجه کې د بند پاتې کسانو د حالاتو په هکله اندیښنه ښودلې ده. ملګرو ملتونو ویلي پّ دې ښار کې یو شمیر کسان د لوږې له امله مړه شوي دي. د ناروي د کډوالو شورا لوی منشي یان اګلند چې له فلوجې څخه له کډه شویو کورنیو سره مرسته کوي خبرداری ورکړی چې په دې ښار کې ناورین رامنځ ته کیدونکی دی.

بلخوا د فلوجې په عملیاتو کې ګډون کونکو پوځیانو ویلي داعش د شپینې په ړنډو عملیاتو لاس پورې کوي او ددوی مقاومت په فلوجه کې د دولتي سرتیرو پرمختګ پځ کړی دی . عراقي ځواکونو ویلي داعش د فلوجې په سویل کې د دولتي سرتیرو له عملیاتو یوه ورځ وروسته د برید پر ضد لاس پورې کړی خو ددوی دا برید په شا تمبول شوی دی.

د فلوجې د عملیاتو قومندان جنرال عبدالوهاب سعد ویلي پّ دې برید کې د داعش سلو جنګیالیو ګډون کړی وو چې له دوی څخه پنځه اویا یې وژل شوي دي. فلوجه له موصل وروسته د عراق دوهم لوی ښار دی چې له دوه کلونو راهیسې د داعش پّ واک کې دی او له بغداد سره په پنځه څلویښت کیلو متری کې پروت دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *