د امریکا د کلفورنیا د ایالت د لاس انجلس په پوهنتون کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي. دغه برید پرون د چارشنبې په سهار په لسو بجو وشو. د هغې نه ورسته پولیسو سمدستي دغه سیمه محاصره کړه.

د لاس انجلس د پولیسو مشر چارلس بیک وایي چې دغه یو ځانمرگه برید وو. حمله کونکي په یو کس ډزي وکړی او د هغې نه ورسته ي ځان وواژه. دواړه وژل شوي کسان نارینه ديE7B3C9C7-13DD-45DC-BA46-8E2ADA5D8D88_cx0_cy3_cw0_w987_r1_s_r1.

یو امنیتي چارواکي د لاس انجلس ټائمز ته وویل چې داسي ښکاري چې حمله کونکی محصل وو او یو پروفیسر ې وژلی دی او د هغې نه ورسته ي ځان وواژه.

دغه پېښه د لاس انجلس پوهنتون د انجینئرۍ د پوهنځي په ودانۍ کې شویده. تر اوسه پوری لا دا نده معلومه چې وژل شوي کسان څوک دي.

د لاس انجلس پوهنتون د لاس انجلس د ښار د ویسټ ووډ په سیمه کې موقعیت لري. په دغه پوهنتون کې کم تر کمه څلویښت زره زده کونکي سبق واېی. یوه اونۍ ورسته دغه پوهنتون کې امتحانونه شروع کیدل.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *