امریکا او ناټو په سوریه کې د ب پلان عملي کولو هڅې کوي
امریکا متحد ایالتونه او ناټو په منځني ختیځ کې د خپل پوځي ځواک راغونډول پیلوي. دغه ځواک به په سوریه کې د روسیې تر پوځي ځواک د پوځیانو او د وسلو د شمېر له اړخه ډېر زیات وي. پنتاګون د Harry S. Truman او Dwight D. Eisenhower الوتکه وړونکې بېړۍ د روم سمندرګي ته ولېږلې.
پر همدې سربېره په نېږدې وخت کې به بلجیم او ډنمارک هم د داعش پر ضد د امریکا متحدو ایالتونو له عملیاتو سره یوځای شي. د دې احتمال هم شته، چې په جولای کې به په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې د عراق او سوریې په خاوره کې د شخړې په خلاصون کې د ناټو د ټولو غړو هېوادونو د ګډون په تړاو پرېکړه وشي
.
په پنتاګون کې په ډاګه دا خبره کوي، چې په سیمه کې د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو د زیاتو شوو پوځي هلوځلو دنده نه یوازې د داعش د جګړه مارانو له منځه وړل دي، بلکې د روسیې په وړاندې د مخامختیا موخه هم لري. د Wall Street Journal امریکایي ورځپاڼې پوځي خبري سرچینې له سووېز کانال نه د Harry S. Truman الوتکه وړونکې بېړۍ پر تېرېدا د تبصرې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې روم سمندرګي ته د دغې بېړۍ تلل باید د «روسیې چارواکو ته پیغام او د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پوځ د وس او شونتیاوو ښودل شي».
Wall Street Journal امریکایي ورځپاڼه دېته هم پاملرنه راګرځوي، چې دغه ګامونه په پولنډ کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې پورته کیږي او په ختیزه اروپا او تورکیه کې د ناټو له سمندري تطبیقاتو سره له زماني اړخه سمون خوري. ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکا متحد ایالتونه په خپلو دغو کړنو، ګواکې هڅه کوي، چې د روسیې د پوځي عملیاتو انډول ټینګ کړي او د داعش په وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي. په اوسني وخت کې امریکا متحد ایالتونه د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د کوردي ولسي ملیشو او د هغو خصوصي پوځي کمپنیو، چې له عربي سونیانو او تورکانو جوړې شوي، په ملتیا د حلب ولایت په شمال کې د داعش پر مورچلونو نسبي بریالي بریدونه کوي.
په عربي ټولنیزو شبکو کې دا خبره کیږي، چې د دغو عملیاتو همغږي د امریکا د ځانګړو دندو پوځیان کوي. سربېره پر همدې داسې عکسونه هم خپریږي، چې په هغو کې د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پلي پوځ يو څو الوتکه ډوله چورلکې Bell V-22 Osprey هم ښکاري. دغه چورلکې د منبیج د ستراتیژیکي مهم ښار په سیمه کې د برید کوونکو ملیشو د عملیاتو ملاتړ کوي.
دا هم څرګنده شوې، چې په نېږدې وخت کې به د بلجیم د هوايي پوځ جنګي الوتکې هم د سوریې په خاوره کې د داعش پر مورچلونو په هوایي ګوزارونو کې ګډون وکړي. ډنمارک، ناروي، سويډن او فینلنډ هم د همدغه کار د کولو په فکر کې دي.
په روسیه کې د ډنمارک سفارت پوځي اتشې جنرال لېني فرېدسکوف هانسن د روسیې له «نې زاویسیمایه ګزیته» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د سوریې په خاوره کې به په پوځي عملیاتو کې د ډنمارک اووه F-16 الوتکې، یوه ترانسپورټي С-۱۳۰ الوتکه او تر ۴۰۰ تنو پورې د ځانګړو دندو پوځیان او پوځي ښوونکي ګډون وکړي. تر اوسه خو ډنمارک او بلجیم یوازې د عراق په خاوره کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې ګډون کاوه.
د یادولو وړ ده، چې هیڅوک هم هڅه نه کوي، چې دغه پلانونه له دمشق او د روسیې له مشرتابه سره همغږي کړي. خو روسیه په سوریه کې د وضعې د روغولو خپله کړنلاره لري. په دې ورځو کې Financial Times ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د سوریې حکومتي پوځونو د روسیې د هوایي ځواک په ملاتړ د الرقې، چې د داعش پلازمېنه ګڼل کیږي، د جنوب-لوېدیځ په ۶۵ کیلومترۍ کې د داعش مورچلونه ونېول. په دې ډول د بشار اسد پوځونو وکړای شول، چې د ایتریا او الرقه د لویې لارې په اوږدو کې ۴۵ کیلومتره پرمختګ وکړي. لکه چې عربي رسنۍ خبر ورکوي، د سوریې قوماندانۍ د طبقه هوایي اډې ازادول او د الرقه په شمال کې فرات سیند ته وتل د لومړۍ درجه مهمې موخې په توګه ټاکلي دي. او دغه کار، لکه چې ښکاري د دې لپاره کیږي، چې په حلب ولایت کې د داعش د اکمالاتو لارې وتړل شي او دلته جنګېدونکي جګړه ماران د داعش له اساسي ځواکونو ګوښي کړای شي. د بشار اسد اردو به د الرقه تر نېولو وروسته، په ډېر احتمال د دیر الزور په لوري خپل برید ته دوام ورکړي. د یادولو وړ ده، چې د سوریې د تېلو او ګاز ستر کانونه په همدغه سیمه کې پراته دي.
دا د راتلونکي پلانونه دي. د تېرو کالونو د تجربې له مخې د روژې په مبارکه میاشت کې د جنګونو تودښت کمیږي. خو اوس مهال په سوریه کې د جنګونو تودښت نه دی کم شوی. د سوریې حکومتي پوځونه د روسي Т-۹۰ ټانکونو او «تیګر» نومې زغره والو جنګي ګاډو په کارولو خپلو پراخو او تودو بریدونو ته دوام ورکوي.