بهرنیو سرتیرو ته د هلمند په جګړه کې ډيره ونډه ورکول کیږي
په هلمند کې تازه نا امني له تیرو دریواونیو راهیسې دوام لري .
د هلمند تر تازه نا امنیو وروسته د قاطع ماموریت عمومی قومندان جنرال جان نیکولسن د ه ولایت ته تللی دی .
ددغه سفر وروسته امنیتي چارواکو ویلي چې په هلمند کې به د نظامي عملیاتو پر مهال ایتلافي ځواکونه افغان ځواکونو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره خپل حضور زیات کړي .
په اوس وخت کې د قاطع ماموریت ځواکونه یوازې
افغان امنیتي ځواکونو سره په شپینیوعملیاتو کې د اړتیا پر وخت مرسته کوي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د هلمند د وروستي امنیتي حالت په اړه افغان ځايي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د قاطع ماموریت ځواکونه د افغان سرتیرو سره دثبات او امنیت په ټينګښت کې اوږه پر اوږه همکار دي .
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اودو قومندان جنرال محمد معین فقیري ددغو لیدو کتنو په هکله امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې بهرنیو ځواکونو د هلمند په جګړو کې افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.
جنرال فقیري وویل” هلمند په نا امنه ولسواليو ځانګړي ډول د سنګین او مارجې عملیاتو کي د بهرنیو ځواکونو هوايي همکاري ډیره وه، چې لاس ته راوړنې یې هم ښه وې”.
د هلمند والي حیات الله حیات وویل چې پدې ولایت کې به تردې وروسته ځانګړو عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ایتلافي ځواکونه برخه واخلي.