په کندهار او پکتیا ولایتونو کې هم افغان او پاکستاني ځواکونو یو بل ته ګوته په ماشه دي
خبري سرچینې وایي، پاکستان له تورخم وروسته خپل سرحدي ځواکونه سپین بولدک ته څېرمه په وېش سیمه کې پیاوړي کوي او په صفري سیمه کې د نظامي ځواکونو او درنو وسلو د ځای پر ځای کولو چارې روانې کړي دي.
دغه راز د پکتیا په ډنډ پټان کې هم افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه په صفري سیمه کې د نظامي تاسیساتو له جوړولو منع کړي دي.
په کوټه کې ازا
د خبریال عبدالرزاق برق نن (چهارشنبه، جون میاشتې ۱۵مه) د ټیلیفون په کرښه سلام وطندار ته وویل، په خپلو سترګو يې لیدلي، چي د پاکستان زیات شمېر سرحدي ځواکونه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د وېش سیمي ته رسېدلي دي.
د ده په قول، له کندهاره هم امنیتي ځواکونه او زغروال ګاډي یادې سیمي ته رسېدلي او د تیارسئ په حال کي دي.
برق زیاتوي، اټکل کېږي، چی دلته به هم د تورخم په شان جګړه رامنځته شي
په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ناخبري ښيي او وايي، چې تراوسه يې داسې څه نه دي اورېدلي.
له بلي خوا د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، دوه ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونه ډنډ پټان ولسوالۍ ته څېرمه په بوړکي تورغونډۍ سيمه کې له صفري نقطې راوړاندې شوي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدران سلام وطندار ته وویل، پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډېورنډ له کرښې۱۵۰ متره لرې تاسیسات جوړکړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ننګرهار په تورخم بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وخت په وخت نښتي رواني دي او اوس هم د دواړو هېوادونو ځواکونه یو بل ته په سنګر کې دي.