طالبانو د شينډنډ هوايي ډګر د تاسيساتو امر وژلى دى وسله والو طالبانو په يو بريد كې د هرات د شينډنډ نظامي هوايي ډګر د تاسيساتو امر وژلى او دوه نور ملګري يې ټپيان كړي دي.
ځايي چارواكي وايي، پېښه بيګا ماښام د شينډنډ او ادرسكن ولسواليو په پوله خواجه عوريا سيمه كې رامنځته شوې ده.
د هرات د ادرسكن ولسوال لعل محمد عمرزي په دې اړه وويل، په يوه سراچه كې س
د ولسوال په خبره وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي خو په سيمه كې كشفي ارګانونو خپلې څېړنې پيل كړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.