طالبانو د شينډنډ هوايي ډګر د تاسيساتو امر وژلى دى وسله والو طالبانو په يو بريد كې د هرات د شينډنډ نظامي هوايي ډګر د تاسيساتو امر وژلى او دوه نور ملګري يې ټپيان كړي دي.

ځايي چارواكي وايي، پېښه بيګا ماښام د شينډنډ او ادرسكن ولسواليو په پوله خواجه عوريا سيمه كې رامنځته شوې ده.

د هرات د ادرسكن ولسوال لعل محمد عمرزي په دې اړه وويل، په يوه سراچه كې سShowImage.aspxپرو وسله والو د شينډنډ نظامي هوايي ډګر د تاسيساتو د امر موټر په نښه كړى و او خواجه عوريا سيمه كې يې پرې بريد كړى دى: (( د تاسيساتو د امر دلته د ملي اردو په چوكاټ كې كار كاوه اودوه تنه يې ورسره د ملي اردو ساتونكي سرتېري ټپيان شوي دي.))

د ولسوال په خبره وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي خو په سيمه كې كشفي ارګانونو خپلې څېړنې پيل كړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *