ولسي جرګي د ملي شورا کمیټي ته نن ۱۰ غړي معرفي کړل
د دې جرګې دویم مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې د نن ورځې د جرګې مشري یی کوله دغو کسانو ته د تایید رایی ورکول اعلان یی وکړ.
بلبل خوا د ولسي جرګې غړو په عمومي غونډه کې همدارنګه له حکومت څخه وغوښتل چې راتلونکي انتخابات باید شفاف ترسره شي.
تر دې وړاندې د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته تللي چې لومړنییې د دواړو مجلسونو له خوا رد او دوهم یې ولسي جرګې رد او مشرانو جرګې تائید کړی چې اوس به د قانون له مخې د دواړو مجلسونو څخه جوړه ګډه کمېټه پرې پرېکړه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د جمعې په ورځ له ملي شورا څخه وغوښتل څو مخکې له دې چې د ملي شورا غړي د اوړي رخصتیو ته لاړ شي باید ګډه کمېټه کې دې د ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان تصویب کړي.
