د صهیونیستې رژیم په بندخونو کې د فلسطینې ځوانانو ډیرښت

د صهیونیستې رژیم د اطلاعاتو سازمان څخه ښکارې چې په دې ورستیو کې د صهیونیستې رژیم په بندخونو کې د فلسطین د ځوانانو شمیر زیات شوی دی.

۵

د دې کار دلیل ورستې پیښه ده چې په هغه کې زیات شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.دا میزان په دې بندخونو کې له ۱۶ څخه کم عمره ځوانان دي چي په دې ورستیو کې د هغوي شمیر ۴ برابره زیات شوی دی.دا شمیر چې په سپتامبر میاشت کې ۲۷ کسان وو په فیبرورې میاشت کې یی شمیر ۱۰۳ تنو ته زیات شوی دی.

په دې بندیانو کې ۵ تنه یی د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لري. له ۱۶ څخه تر ۱۸ کلونو عمر لرونکو بندیانو شمیر له ۱۴۳ څخه ۳۲۴ تنو ته او د ۱۴ څخه تر ۱۶ عمر لرونکو شمیر له ۲۷ څخه ۹۸ تنو ته اوښتی دی. په دې ډله کې له ۱۴ څخه کم عمر لرونکي ځوانې نجلې هم شتون لري.

د صهیونیستې رژیم د اطلاعاتو سازمان ریپوټ ښایی چې له یادې پیښې څخه مخکې د سپتامبر په میاشت کې ۱۷۰ تنه ځوانان د ملي او امنیتي جرمونو په تور د اسراییل په بند خونو کې بندیان وو چې دا شمیر په فبیرورې میاشت کې ۴۳۸ تنو ته زیات شوی دی.

سره له دې چې زیات شمیر بندیان له هیڅ سازمان سره تړلي ندي،یوازې د تیږو ویشتلو امنیتي جرم په تور پرته له کومې محکمې  د صهیونیستې رژیم په بندخونو کې پراته دي.

دا پوښتنه رامنځ شتون لري چې یو ۱۴ او یا هم ۱۶ کلن ځوان به څه خطر پیښ کړې چې باید بندې شې او امنیتې بندیانو سره یو کال تیر کړې؟

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *