ننګرهار كې ښځو د غصب په ضد لاريون وكړ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو شمیر میرمنو نن په جلال اباد ښار کې د خپلو ځمکو د غصب د مخنیوي غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې یې ولایت مقام په نه پاملرنه تورن کړ150216081019_af_women_activist_angizeh_640x360_bbc_nocredit.

دوی چې د بهسودو ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو نومونه یې په لویو پردو لیکلي  وو، هغوی یې د ځمکو غاصبین او د بهسودو ولسوال یې ورسره په لاس لرلو تورن کړ.

لاریون کوونکو همدا راز ګواښ وکړ، چې که د دوی مشروع غوښتنې ونه منل شي؛ نو ځانونو ته به اور ورته کړي.

د لاریون یو ګډونوالې ګلالۍ وویل، له کلونو راهیسې یې یادو کسانو د بهسودو ولسوالۍ په بهسودو خاص سیمه کې ځمکه غصب کړې او هیڅوک یې د پوښتنې نشته: (( په خاص بهسودو كې مو داود، نعمت، ملك نظام د بهسودو ولسوالۍ په توسط ځمكه غصب كړې ده، له ولايت، والي، د محكمې له رئيس، له لويې څارنوالۍ او استيناف محكمې نه مو  امرونه پسې وړي دي، مكتوبونه ورغلي دي، خو يو هم نه قبلوي.))

د ننګرهار والي د مسلې د حل ډاډ ورکړی دی.

د ویلو وړ ده چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې په میلیونونه جریبه ځمکه غضب شوې. ویل کیږي چې دا ځمکې د زور واکانو سیمه ایزو مسولینو او استازو له لوري غضب شوې دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *