یمني وکیلان په نړیواله محکمه کې پر دې هیواد د برید کونکو د شکایت په هڅه کې دي

په انګلستان کې میشت د یمن بشر حقونو د ډلې مشرې ام کلثوم باعلوی (کیم شریف) دیکشنبه په ورځ اعلان وکړ، چې یمني وکیلان اوس مهال د داسې یوه پلان په رامنځ ته کولو بوخت دي، ترځو نړیوالې1599142 محکمې ته د سعودي عربستان او پر دې هیواد د نورو بریدګرو په هکله شکایت ورکړي.

کلثوم با علوي په لندن کې د یمن له خلکو د ملاتړ غونډې په څنډه کې د ایرنا سره په خبرو کې ویلي: یمن یو خپلواکه هیواد دی او خلک به یې د راتلونکې لپاره په دیموکراتیک ډول خپله پریکړه کوي. دا هغه حق دی چې د جینو کنوانسیون ټولو هیوادونو ته ورکړی دی او مونږ غواړو ترڅو ټول هیوادونه دې حق ته درنښت ولري.

دې مدني فعالې په ډاګه کړه: یمني وکیلان دداسې یوه پلان د رامنځ ته کولو هڅه کوي، ترڅو هغه هیوادونه چې پر یمن یې بریدکړی او جنګي جنایتونه یې تر سره کړي، نړیوالې جنایي محکمې ته شکایت وکړي.

دې ویلي: له دې سره چې موخې ته رسیدل وخت او لګښت ته اړتیا لري خومونږ په دې آند یو چې دا کار شونی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *