عربستان ته دجان کري د سفر پر مهال، دیمن د جګړې په جرمونو کې د ګډون د لږوالي په هکله د غوښتنو ډيرښت
عربستان ته دجان کري د سفر پر مهال، دیمن د جګړې په جرمونو کې د ګډون د لږوالي په هکله د غوښتنو ډيرښت
د بشر حقونو او دولسي کسانو بنسټونو، سعودي عربستان ته دامریکا د بهرنیو چارووزیر جان کري د سفر پر مهال د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلاف سره د مرستو د کمښت غوښتنه کړې ده.
د وسلود کنترول سازمان، ددوشنبه په ورځ له هغه هیوادونو څخه چې دا تړون او هوکړه یې لاسلیک کړې
، چې امریکا هم پکې شتون لري، غوښتل شوي ترڅو له سعودي عربستان سره مرستې بندې کړي.
د وسلې د کنترول سازمان په وینا: پر سعودي عربستان پلورل شوې وسلې پهیمن کې پر ملکي کسانو کارول کیږي.
ددې سازمان ریس «آنا مکدونالد»، ویلي: «مونږ هره ورځ د هغه پلورل شویو وسلو دویجاړیو شاهدان یو کوم چې د یمن د خلکو پر وړاندې ترې کار اخستل کیږي.»
ده ویلي: د فرانسې، انګلیستان او امریکا په څیر هیوادونه سعودي عربستان ته د مرګونو وسلو چې په ملیاردونو ډالره لګښت لري دنړیوالوقوانینو پر خلاف پورته شوی ګام دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له شپاړسومیاشتو راهیسې پر یمن هوایي بریدونه پیل کړي دي او تر اوسه په دې بریدونو کې په زرګونه کسان چې ډيری یې ملکي کسان دي او دا بریدونه د نړیوالو له خوښې پرته تر سره کیږي، وژل شوي دي.
د وسلو د پلور تړون له پلورونکو هیوادونو څخه غواړي، کله چې په دې پوه شي چې ددوی پلورل شوې وسلې د ملکي کسانو په وژل کیدو کې کارول کیږي باید د پلور بند کړي.
دامریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې پر سعودي عربستان د یو سل ديرشو جنګي ټانکونو «آبرامز»، ۲۰ «زغره والو موټرو» او نورو پوځي توکیو، چې ارزښټ یې و ۱.۱۵ میلیاردونه ډالره کیږي له پلورلو خبر ورکړی دی.
په همدي توګه د بشر حقونو دسازمان یوه غړي ، «کریستین بکرل»، ددوشنبه په ورځ په یمن کې د جنګي جنایاتو په برخه کې د امریکا د نه ګډون غوښتنه کړې ده.