یمني وکیلان په نړیواله محکمه کې پر دې هیواد د برید کونکو د شکایت په هڅه کې دي
یمني وکیلان په نړیواله محکمه کې پر دې هیواد د برید کونکو د شکایت په هڅه کې دي
په انګلستان کې میشت د یمن بشر حقونو د ډلې مشرې ام کلثوم باعلوی (کیم شریف) دیکشنبه په ورځ اعلان وکړ، چې یمني وکیلان اوس مهال د داسې یوه پلان په رامنځ ته کولو بوخت دي، ترځو نړیوالې
محکمې ته د سعودي عربستان او پر دې هیواد د نورو بریدګرو په هکله شکایت ورکړي.
کلثوم با علوي په لندن کې د یمن له خلکو د ملاتړ غونډې په څنډه کې د ایرنا سره په خبرو کې ویلي: یمن یو خپلواکه هیواد دی او خلک به یې د راتلونکې لپاره په دیموکراتیک ډول خپله پریکړه کوي. دا هغه حق دی چې د جینو کنوانسیون ټولو هیوادونو ته ورکړی دی او مونږ غواړو ترڅو ټول هیوادونه دې حق ته درنښت ولري.
دې مدني فعالې په ډاګه کړه: یمني وکیلان دداسې یوه پلان د رامنځ ته کولو هڅه کوي، ترڅو هغه هیوادونه چې پر یمن یې بریدکړی او جنګي جنایتونه یې تر سره کړي، نړیوالې جنایي محکمې ته شکایت وکړي.
دې ویلي: له دې سره چې موخې ته رسیدل وخت او لګښت ته اړتیا لري خومونږ په دې آند یو چې دا کار شونی دی.