امریکا پر کردانو د برید په تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی
امریکا پر کردانو د برید په تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی
ترکیې، وایي له سوریې سره ګډې پولې ته نږدې د داعش او کرد وسله والو په شا کول ددوی د بریدونو موخه ده
د امریکا ویلي، د سوریې شمال کې له کرد ځواکونو سره د ترکیې ځواکونو او د دوي پلوي وسله والو جګړه د منلو
نه ده او باید سملاسي ودرول شي.
د داعش ډلې له منځه وړلو لپاره رامنځته شوي ایتلاف یوه غړي ویلي: ‘په هغو سیمو کې چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسله وال نه شته، د د غه ډول نښتو رامنځته کېدل اندېښمنونکي دي.’
د ترکیې ځواکونه تېره اونۍ له پولې واوښتل او د دوی په خبره پر ‘ کرد ترهګرو ‘ یې برید وکړ. خو د کردانو ملېشه ځواک، ‘وای، پي، جي’ په خبره ترکیه یوازې غواړي ‘د سوریې خاوره ونیسي’.
ترک پوځ او د دوی پلوي ‘ ازادي سوریې پوځ ‘ نومي یاغي وسله والو پولې ته له نژدې جرابلس ښارګوټي نه د’اسلامي دولت’ نومي ډلې وسله وال وشړل او له هغه وروسته یې شاوخوا سیمو کې د امریکا پلوي ‘ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ‘ پر وسله والو بریدونه کړي.
د وای پي جي په خبره د دوی ځواکونه له سیمې وتلي او وايي، د ترکیې هدف د سوریې پر خاوره ‘ ولکه ټینګول ‘ دي.
ترکیې کې حکومت له لسیزو راهیسې د هېواد په سویل ختیځو برخو کې له کرد یاغیانو سره په جګړه بوخت دی او اوس داسې اندېښنه لري، چې د سوریې شمال کې به د کرد یاغیانو بریالیتوب ترکیې کې دننه د کرد بیلتون پالو د هڅېدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ د ترکیې یوه هوايي برید کې لسګونه کسان ووژل شوو.