د النصرې جبهې نښه ویشتونکو دوه ماشومان په نښه کړي دي
ددې ډلې نښه ویشتونکی د سوریی د ادلیب د ولایت په شمال کی د الفواح په کلابند شوی ښار کی حتی پر لوبوکوونکو ماشومانو هم رحم نه دی کړی. د «سپوتنیک» آژانس له سیمه ایزو اوسیدونکو څخه په روغتون کی د بستری شوی ټپی وروڼو اختصاصی تصویرونه تر لاسه کړی دی. د لیس په نامه ۶ کلن سوریایی ماشوم او د هغه ۴ کلن ورور محمد د خپل کور برنډی ته د ماشومانو د لوبی تر سره کولو ته راوتی وو. دوی نه وو خبر چی له دوی څخه د ۸۰۰ مترو په واټن د «جبهات النصره» د تروریستی ډلی نښه ویشتونکی پټ شوی دی. لکه څرنګه چی سیمه ایز اوسیدونکی د «سپوتنیک» آژانس ته خبر ورکړو تروریست پر بی دفاع ماشومانو دوه ډزی وکړی. لیس د ککری په ښی اړخ کی ټپی شوی او محمد په ورمیږه کی ټپی شوی دی. د الفواح سیمه ایز اوسیدونکی وویل:«ماشومان په روغتون کی بستری دی. د لیس حالت ډیر بحرانی دی. د محمد وضعه هم درنه ده، خو د هغه ژوند ته اوس کوم خطر نه دی متوجه. هغوی باید له کلابندی شوی ښار نه ډیر ژر د علاج لپاره نورو روغتونونو ته ولیږدول شی».