د ترکیې د امنیتي ځواکونو او کردانو تر منځ جګړه شوې ده

د سوریې د کوباني ښارګوټې په شاوخوا سیمو کې پرون د ترکیې د امنیتي ځواکونو او کردانو تر منځ نښتې شویدي.

ترکی ځواکونو کوښښ کاوه چې پدې سیمه کې دیوال جوړ کړي خو کردي مظاهره چیانو پرې د تیږو ګوزارونه کړیدي.د ترکیې امنیتي ځواکونو د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره اوښکي بهوونکی ګازه هم کارولی دی.

د سوریې د کردستان د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم کردو امریکا غږ ته وویل چې د ترکیې امنیتي ځواکونو په مظاهره چیانو ډزې هم کړیدي. د کردو په قول په ډزو کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی لسګونه نور ژوبل شویدي.د ترکیې چارواکو بیا دا خبره رد کړیده.

ابراهیم کردو وړاندې وویل چې دوه ټپیانو وروسته په روغتونه کې مړه شول او نور ټپي شوي کسان د قمشیلي او کوباني روغتونونو ته د تداوۍ لپاره وړل شویدي.

د ترکیې پوځ بیا وایي چې یو ډله کسانو په هغو کسانو د تیږو وارونه کول چې په سرحد کې د دیوال په جوړیدو لګیا و. پوځ وایي چې د مظاهره چیانو د خپرولو لپاره یې اوښکي بهوونکي ګاز استعمال کړی او هیڅ ډزې ندي شوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *