پریمن د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په هکله د الازهر پیژندل شوي عالم فتوا
پریمن د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په هکله د الازهر پیژندل شوي عالم فتوا
د الازهر پیژندل شوي عالم شیخ ‘احمد کریمه’ پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف برید غندلی ویلي یې دي:
د ریاض او ابو ظبی د تبلیغاتو پر خلاف هغه سرتیري چې له یمنه د دفاع لپاره دسعودي عربستان پر وړانډې جنګیدلی شهیدان شوي دي.
“احمد کریمه” د الازهر په پوهنتون کې د اسلامي شرعیت استاد دی او له یوې رسنۍ سره یې په یوه مرکه کې ویلي د اماراتو ریاض او ابو ظبی د څرګندونو پر خلاف هغه سعودیان اماراتیان او ابو ظبویان چې د یمن په جګړه کې وژل شوي شهیدان ندي.
دوی زیاته کړې: په ګروزني کې د اهل سنت ناسته په دې هکله وه چې د اهل سنت مفهوم په ډاګه کړي دا تعبیر چې وهابیانو د ځان کړی او یواځې ځان اهل سنت بولي باید له وهابیانو څخه بیرته تر لاسه شي.
شیخ الازهر زیاته کړې، په الازهر کې علمي تنوع ته پّ کتو سره دا بنسټ د هیڅ یوې ډلې د تکفیر هڅه نکوي د هیڅ هغه ډلې چې د قبلې اهل وي او مونږ خپله شیعه امامي او زیدي وروڼه مسلمانان ګڼو او دوی ته احترام لرو.
کریمه د وهابي مبلیغنو په هکله ویلي: له شک پرته زهرجن ماران زیانمن شوي دي ځکه الازهر ددوی نوم ندی اخستی او په دې هکله یې کوم کار هم ندی تر سره کړی ځکه دوی وهابیان ګمراه شوې ډله ده، دوی له دینه خارج شوي او ټول د «ابو الحسن اشعری»، «ابو منصور ماتریدی»، په ګډون.
ددوی په وینا، که چیرې نړۍ غواړي د ترهګرۍ ریشې له منځه یوسي باید په پریکنده ګامونو سره د وهابیت پر وړاندې مبارزه وکړي ځکه دوی د نړۍ په ټوسو ستونزو کې د بنسټ په دول شمیرل کیږي او له شک پرته په دې ناستې برید کوي په داسې حال کې چې مونږ په دې ناسته کې څوک تکفیر کړي ندي او هیله مند یو کې چې د اهل سنت په آتي ناسته کې زمونږ شیعیه او اباضي وروڼه هم ګډون وکړي.
د الازهر پیژندل شوي شیخ، وهابیانو د ترهګرو روزونکي ښودلي چې لمنه یې تر مرکزي آسیا را رسیدلې ده دوی ویلي په دې سیمو کې د ځوانانو ذهنونه تخریبیږي او دوی د ترهګریزو بریدونو د سوند په توکیو اوښتي دي.
ښاغلي کریمه ویلي: د عربستان ځینې وهابیانو او سلفیانو پر مصر برید کړی ځکه چې مصر د اهل بیت کوربه دی او دې هیواد اهل بیت ته د ژوند پر مهال او له مړینې وروسته درنښت درلودلی دی، نو له دې مخې وهابیان مصر د بدعت اهل بولي ده زیاته کړې: زمونږ هیواد د امام حسین رض، حضرت بی بی زینب س او د اهل بیت ټولو صالیحنو شریفو نمونو ته درنښت لري. د مسجد رأس الحسین (ع) و مسجد سیده زینب (س) پّ مصر کې دوه مذهي بنسټونه دي، مصریان پّ دې آند دي چې حضرت بی بی زینب او د امام حسین شریف سر په مصر کې خاوروته سپارل شوي دي.
د الازهر دې استاد ویلي: سلفیان هغه مهال له اهل بیت سره د مصریانو د مینې په هکله قهر جن شول چې د امریکایانو حمد شپه او ورځ کوي او د مصریانو اسلام تر پوښتنې لاندې راولي.
دوی د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د جګړې په هکله ویلي: هغه سعودي او اماراتي سرتیري چې د یمن په جګړه کې وژل کیږی شهیدان ندي خو د ایتلاف له لوري وژل شوي کسان شهیدان شمیرل کیږي او د تیري او قرباني ترمنځ توپیر شتون لري. کولای شی دا د یوې فتوا په اندازه په پام کې ونیسی هغه سرتیري چې د ایتلاف په کړۍ کې په یمن کې وژل کیږي شهیدان ندي.
ده ویلی عربستان پّ مرکزی آسیا کې دا سې مدرسې جوړې کړې چې پکې د بنسټپالی او ترهګرۍ زدکړې ورکول کیږي،دا ځوانان د شیعیه ګانو په هکله د الازهر پر خلاف اباضي او صوفیان تکفیرکوي او په دې سره لویږي چې بیا وروسته له ترهګریزو ډلو سره یوځای کیږي.