د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یوه مشر شېر محمد بګټي له هند څخه د پوځي مرستې غوښتنه كړې
د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یوه مشر شېر محمد بګټي له هند څخه د پوځي مرستې غوښتنه كړې
د پاکستان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو يو مشر شېر محمد بګټي له هند څخه غوښتي، چې له پاکستانه د خپلواکۍ اخيستلو کې ورسره پوځي مرسته وکړي.
د هغه په وينا، هند بايد خپل پوځيان بلوچستان ته واستوي او له دوى سره په خپلواکۍ اخيستلو کې مرسته وکړي.
نوموړي دغه راز له هنده غوښتي، چې د بنګال د ازادۍ په مهال د مرستې په څېر دې له دوى سره هم په خپلواکۍ اخيستلو کې مرسته وکړي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د جمعې په ورځ هندي حکومت په بلوچي ژبه د آل انډيا راډيو له لارې د خپرونو د وخت زياتولو او آنلاين سيسټم فعالولو پرېکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو يوه مياشت وړاندې د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د بلوچستان د خلکو خپلواکۍ اخيستلو ننګه او د پاکستاني پوځ د ظلمونو يادونه وکړه.