په برلین کې د سعودیانو پر ضد د خلکو غونډه

په برلین کې د سعودیانو پر ضد د خلکو غونډه

د آلمان په برلین کې د سعودي عربستان سفارت مخې ته ددې هیواد پر وړاندې په سلګونه کسان راټول شوي وو. لاریون کونکو د سعودي عربستان پر ضد شعارونه ورکول او ددې هیواد ځینې کړنې یې غندلې دي او ددوی پر وړاندې یې د یو شمیر هیوادونو په چوپتیا هم نیوکه وکړه.

لاریون کونکو د تیر کال د حج په مراسمو کې د منا د پیښې یادونه کړې او دسعودي چارواکیو له لوري یې ددې پيښې په هکله د مالوماتو ورکولو غوښتنه کړې ده.

په آلمان کې لاریون کونکو دا پیښه د اوه زره کسانو ژونه ښودلې او په سوریه، عراق، یمن او بحرین کې کې له یو شمیر وسله والو ډلو څخه د سعودي د ځینې مشرانو پر ملاتړ نیوکه کړې ده.

د تیر کال د لوی اختر په ورځ د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه په زرګونه حاجیان   چې ډيری یې د ایران اوسیدونکي وو د مناپه پیښه کې چې د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۴ نیټه رامنځ ته شوه خپل ژوندونه له لاسه ورکړل، په داسې حال کې چې دوی د حج د فریضې په ادا کولو بوخت وو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *