په امریکا کې بریدګر یو صومالیایی امریکایي وو

په امریکا کې بریدګر یو صومالیایی امریکایي وو

هغه کس چې د امریکا د منيسوټا په ایالت کې یې په بازار کې نهه تنه په چړو ووهل او زخمیان یې کړل، یو ٢٢ کلن صومالیایي امریکایي وو. په امریکا کې د صومالیایي امریکایی ټولنې مشر عبدل کولاني د امریکا غږ ته وویل چې مشکوک کس چې پولیسو په ډزو وواژه، ٢٢ کلن صومالیایي داهر عدن نومیده. عبدل کلاني وویل چې عدن په خپلې ټولنې کې خلکو پیژنده، هغه د امنیتي مامور په توگه دنده ترسره کوله او یو هوښیار او د باور وړ کس وو. کلاني وویل چې هغوي ته تر اوسه دا نده معلومه چې د دغه برید عوامل څه وو. خو ویي ویل چې دغه د ترهگرۍ سره تړاو نلري. د یادوني وړ ده چې د اسلامي دولت ډلې څو ساعته مخکې وئیلي وو چې د منيسوټا برید د هغوي عسکر کړیدی. د عدن پلار د سټار ټریبون ورځپاني ته وویل چې پولیسو ورته د شنبې په شپې وویل چې د هغه زوی داهر د سنټ کلاوډ په مارکیټ کې وژل شویدی. خو د پېښې تفصیل یې ورسره شریک نکړ.

تر اوسه پورې چارواکو د دغه کس د هوئت په هکله څه نه دي وئیلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *