اوباما ته د کنګرې لیک : له جنګي جنایاتو سره د امریکا څیره مه ویجاړوئ
اوباما ته د کنګرې لیک : له جنګي جنایاتو سره د امریکا څیره مه ویجاړوئ
د امریکا کنګرې له پنځوسو ډیرو غړیو خبل ولسمشر بارک اوباما ته د یوه لیک په استولو سره له دوی څخه غوښتي ترڅو پر یمن د سعودي عربستان برید بند کړي ترڅو په نړیواله برخه کې د امریکا څیره له دې ډیره بده نشي.
له دې سره دې استازو له اوباما غوښتي ترڅو له سعودي عربستان سره د وسلو تړونونه لغوه کړي او د سعودي عربستان له لوري د وسلو کار اخستنه یې غیر قانوني ښودلې ده.
د را رسیدلو ریپوټونو له مخې، له نیوکو ډک دا لیک د کالیفرنیا دموکراتانو د استازي تدلیو په مشری په ولسي جرګه کې چمتو او د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له لوري لاسلیک شوی دی.
امریکا له سعودي عربستان سره د یو نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې امریکا پر سعودي عربستان د یوسل پنځه دیرشو ټانکونو سربیره ډیری سپکه او درنه وسله وپیري.
د امریکا د قانون جوړونکو په دې لیک کې راغلي « په یمن کې د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف جګړه هم د ټکولو وړ او هم غیر قانوني ده او له دې داسې ښکاري چې ددوی په دې هیواد کې په جنګي جنایاتو تورن دي»
د امریکا قانون جوړونکیو پر یمن د سعودي عربستان د برید غندلو ترڅنګ په دې لیک کې لیکلي: « مدرسې، روغتونونه د واده مراسمو او نور غیر نظامي ځایونه په دې بریدونو کې تر برید لاندې راوستل شوي دي».
پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو نه اغیزه او له امله یې په دې هیواد کې د تلفاتو د کچې لوړیدل ددې لامل شوي ترڅو په دې وروستیو کې له سعودي عربستان سره دیپلوماتیکي اړیکې لږې شي، هم پّ امریکا او هم په اروپا کې د بشر حقونو د عربستان پر دې بریدونو نیوکې کړي دي.