د بهرنيو چارو ماليي او کدوالو چارو وزيران نن ولسي جرگي ته راغلي وو

د بهرنيو چارو ماليي او کدوالو چارو وزيران نن ولسي جرگي ته راغلي وو او د بروکسل ناستي د چمتوالي په هکله ددي جرگي غريو ته مالومات ورکري   په دي ناسته کي به چي د رواني مياشتي په ديارلسمه او خوارلسمه نيته په بروکسل کي روانه وي له افغانستان سره د نريوالي تولني د مرستو دوام به روشانه شي

تر راتلونکو دوه ورځو د بروکسل ناستې پیلیدل

له دی ناستی تر دیره د افغان حکومت د اقتصادی اړتیاوو د بشپړولو تمه کیږي، د هغه حکومت چې اویا سلنه لګښت یې د نړیوالې ټولنې له لوري ورکول کیږي.

له دې سره چې ټاکل شوې په دې ناسته کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره په کال کې د درې نیم میلیارده ډالرو د مرستې ژمنه وکړي، خو دا مرستې به له ښې حکومتوالی، ادارې فساد سره د مبارزې او د ټاکنیز سیستم له سمون سره تړلې وي.

ترڅو ورځو به ولیدل شي هغه حکومت چې په دې برخو کې تر ډيره پاتې راغلی وبه کولای شي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو د تر لاسه کولو بریا خپله کړي؟

په ورته حال کې د اروپا په لور د ډيریو کډوالو تګ هم په دې لاره کې ستونزې رامنځ ته کړې دي. د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونه وایي که چیرې د افغان کډوالو اوسنۍ حالت دوام وکړي له دې هیواد سره به خپلې مرستو کچه ټیټه کړي.

خو رباني ډاډ ورکړی هغه کډوال به بیرته خپل هیواد ته را ستنیږي کوم چې د کډوالی غوښتنه یې نه وي منل شوې. ده ویلي له دې کډوالو سره هم د نړیوالو قوانینو له مخې چلند کیږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *