داعش په عراق کی د ماشومانو بدني غړي پلوري
داعش په عراق کی د ماشومانو بدني غړي پلوري
د عراق د انبار ولایت نه خبر تر لاسه کړي چی ددغه ولایت په شرقی برخه ۱۱ ماشومان نادرکه شوي، څو وړرځی وروسته د نوموړو جسدونه چی ټوټه ټوټه شوی او د بدن داخلی غړو ورڅخه اخیسل شوي وو، پیدا کړل. په موسولی کی همدارنګه یوه پیښه شوی وه چی ۳۰ کسه نجونی او ۱۸ کسه ماشومان د داخلی غړو د خرڅولو لپاره اختطاف شوی وو. د سپوتنیک خبرنګار د هغه کسانو نومونه په پیژندولو بریالی شوی چی د ماشومانو داخلی غړو تجارت کوی. د تر لاسه شوی خبر له مخی دغه داکتران د داخلی غړو د اخیستلو لپاره جراهی عملیات تر سره کوی، او په مخصوص یخچال کی ګاوندی هیواد ترکی ته استوی. او همدارنګه د دغو غړو د پلورلو بیه جوته شوی چی زره، ګردی، شش چی ښه کیفیت ولری د پنځه زره دالرو څخه شروع کیږی. په ترکیه کی دغه غړی د تور بازار په شکل په ناروغانو خرڅول کیږی.