د سپوژمکۍ له لوري تر لاسه شوي انځورونه ددي ښکارندويي کوي چي په سوريه کي د مرسته رسونکو پر کاروان بريد هوايي وو
د ملگرو ملتونو يوه کار پوه ويلي د سپوژمکۍ له لوري تر لاسه شوي انځورونه ددي ښکارندويي کوي چي په سوريه کي د مرسته رسونکو پر کاروان بريد هوايي وو په ورته حال کي د سوريي لپاره د ملگرو ملتونو ځانگری استازی اسټيفن ديمستورا آلمان ته تللي ترځو له لويديڅو هيوادونو سره د سوريې په هکله خبرې وکړي
هغه برید چې د سوریې په حلب ښار کې د سپتامبر په میاشت کې تر سره شو او له امله یې اتلس کسان ووژل شول، امریکا، روسیه په دې برید کې په لاس لرلو تورنوي وایي: دا برید د روسي الوتکو له لوري تر سره شوی دی. خو روسیه بیا دا تورونه نه مني. مسکو ویلي: چې په دې هکله کره لاسوندونه او اسناد په لاس کې لري. خو بله خوا مسکو ویلي: چې دوی هم داسې اسناد په لاس کې لري چې پر دې کاروانونو هوایي برید ندی شوی بلکې د اورلګیدنې په لړ کې له منځه تللی. ملګرو ملتونو دا پیښه ځناوري ښودلې ویلي یې دي کیدای شي دا په جنګي جنایاتو کې وشمیرل شي.
د ملګرو ملتونو لوی منشی ددې پیښې د څیړونې په یو پلاوی استولی او له دې پلاوی څخه یو کس ویلي چې پیښه د هوایي برید له امله رامنځ ته شوې ده.