اوس هم په کندوز ښار کې سخته جګړه روانه ده

اوس هم په کندوز ښار کې سخته جګړه روانه ده

ددې ولایت لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی والي وژل شوی او له روغتونونو څخه ډاکټران وتلي دي.

د کندوز ولايت يو شمېر اوسيدونکي وايي، اوس هم په کندوز ښار کې شديده جګړه روانه ده او د غه ښار د وسله والو مخالفينو لخوا محاصره دی.

د کندوز يو شمېر اوسېدونکو نن په کابل کې يوې خبری غونډې ته وويل، د کندوز ولايت ته هېڅ پاملرنه نده شوې.

د کندز د خلکو په استازيتوب عبدالله قرلق وويل، په کندوز کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي شتون نلري.

په دغه خبری ناسته کې احمد سعيدي وويل، د کندز خلک اوبه او بريښنا نلري او له ډيرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه د کندوز ناامني په نورو ولايتونو هم بده اغيزه کوي.

دغه راز د کندوز يوه بل اوسېدونکي غلام محي الدين صاحبزاده وويل، جمهور رييس له کندوزيانو سره په کړو ژمنو عمل ندی کړی.

د صاحبزاده په وينا چې د ملي وحدت حکومت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې پاتې راغلی او په دغه ولايت كې ۱۲۰۰۰ امنيتي ځواکونه نشي کولی د شاوخوا زر تنه طالبانو مخه ونيسي.

په همدې حال کې طالبان وايي، چې په کندز کې اوس هم د دوی پرمختګ دوام لري او ځينې پوستې يې نيولي، خو افغان حکومت د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *