په یمن کې د بشر حقونو خپلواک ماموریت په بلنه له لاریون څخه د بریتانیا ملاتړ
په یمن کې د بشر حقونو خپلواک ماموریت په بلنه له لاریون څخه د بریتانیا ملاتړ
بریتانیا هم په هغه نوم لړ کې خپل نوم ور شامل کړی کوم چې په یمن کې د خپلواکه ادارې له لوري د بشر حقونو په هکله بې پلوه څیړنې کوي.
له دې پیښې داسې ښکاري چې د یمن په هکله د بریتانیا د سیاست په هکله بدلون راغلی دی. اوس بریتانیا د لومړي ځل لپاره دا منلې چې په یمن کې د بې پلوه څیړنو په موخه د نړیوال بنسټ له لوري څیړنې اړینې دي.
د بشر حقونو پریکړه لیک چې اوس بریتانیا هم ترې ملاتړ کوي، ددې غوښتنه کوي چې دانړیوال متخصصین به خپلې تر لاسه کړې پایلې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې ته سپاري.
ددې هوکړه لیک مخکین لیک چې د هالند له لوري لیکل شوی، له دوه زره څوارلسم کال وروسته یې په یمن کې د بشر حقونو په هکله د بې پلوه څیړنو غوښتنه کړې ده، له دې سره دوی داسې اسناد تر لاسه کړي چې حقیقت په ډاګه کوي.
له دوه زره پنځه لسم کال راهیسې کله چې په یمن کې د کورنۍ جګړه او پر دې هیواد د سعودي عربستان پّ مشری هوایي بریدونه پیل شوي، په دې هیواد کې د بشر حقونو څخه د سرغړونې بې شمیره ریپوټونه ورکړل شوي دي.