توپان په هایتي کې ۸۰۰ کسان مړه کړي دي
توپان په هایتي کې ۸۰۰ کسان مړه کړي دي
ځینې سیمې داسې دي، چې اوس هم ایله د چورلکو او یا سمندر له لارې ورتګ شونی دی کارلوس ویلوسو
هایتي کې د سمندري توپان پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر اته سوه کسانو ته رسېدلی دی.
ملګري ملتونه وايي ښايي څو ورځې وروسته معلومه شي، چې د دغه توپان له کبله د اوښتي زیان کره شمېرې معلومې شي.
دغه توپان هایتي ته د سې شنبې په ورځ ورسېد او له هغه وروسته، چې مرستندویان سویلي سیمو ته رسېږي د اوښتي زیان کچه هم په ډېرېدو معلومیږي.
د خوړو نړیوال سازمان کارلوس ویلوسو په وینا ځینې سیمې داسې دي، چې اوس هم ایله د چورلکو او یا سمندر له لارې ورتګ شونی دی.
ډېری خلک د هایتي په سویل ختیځو سمندرغاړو کې وژل شوي، ځکه توپان له خپل ټول زور سره لومړی دغه سیمې وځپلې.
ډېری خلک د هیټي په سویل ختیځو سمندرغاړو کې وژل شوي
میتیو نومي دغه توپان اوس په درېیمه درجه توپان اوښتی او یوه ساعت کې د څه باندې ۱۹۳ کیلومتره په چټکتیا د امریکا فلوریډا سمندرغاړو ته نژدې کېږي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې توپان له سمندرغاړو د یو څو ساعتونو واټن کې دی، خو دا معلومه نه ده، چې دغه توپان به وچې ته ورسېږي، که نه!
دغه توپان په تېره یوه لسیزه کې بې ساري و او اوس یې له کبله ځپل شویو سیمو کې د مرستې چارې روانې دي.
د جمعې په ورځ هایټي کې د ملکي خوندیتوب ادارې وویل، چې د وژل شویو کسانو شمېر دوه برابره شوی دی او د ۴۰۰ کسانو پر ځای دغه شمېر ۸۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.