د عربستان شهزاده سلطان بن سلمان: ترکیه له نورې عربي ټولنې سره د اړیکو لپاره سعودي عربستان ته اړتیا لري

محمد بن نایف (راست) در کنار محمد بن سلمان

د عربستان شهزاده سلطان بن سلمان: ترکیه له نورې عربي ټولنې سره د اړیکو لپاره سعودي عربستان ته اړتیا لري

د سیلانیانو او کلتوري میراث د پلاوي ریس سلطان بن سلمان د چهار شنبې په ورځ وویل: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له لوري د بحرین حاکم حمد بن عیسی آل خلیفه څخه له بلنې وروسته، دې هیواد ته سفر وکړ. د ترکیې د ولسمشر به غوښتنه له ده څخه غوښتل شوي ترڅو د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره د مصر او دوی ترمنځ لاره هواره کړي او ده هم د مصر، اردن او ترکیې د چارواکیو ترمنځ د ناستې تر سره کولو ژمنه کړې ده.

له دې وروسته د ترکیې په غوښتنه، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د سپتمبر په اومه نیټه ترکیې ته لاړ او په دې سفر کې له ده سره د عربستان ولیعهد محمد بن نایف، لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر ملتیا کوله ترڅو په دې سره ترکیه د عربي اړیکو څخه ډاډمنه شي.

په دې لړ کې د سلطان بن سلمان د عربستان د مهم رول به هکله د ترکیې اعتراف ته اشاره کړې ویلي یې دي دا اعتراف ترکیې ته د محمد بن نایف د سفر پر مهال کیږي.

ده په دې لړ کې زیاته کړې، له عربي هیوادونو سره د ترکیې تیر تاریخ ته په کتو سره، اوس مهال له دې هیوادنو سره د ترکیې اړیکې له سعودي عربستان سره د انقرې د ښو اړیکو له مخې دي. ده د ناستې په پای کې ویلي: «د ترکیې وروستیو حالاتو په هکله د بدلونو پر وړاندې ددوی غبرګون د هیواد د ګټې له مخې وو».

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *